کابل(پژواک،٢٨لړم٩٦): د مشرانو جرګې ځينو استازو پر کونړ ولايت د پاکستان راکټي بريدونه وغندل او له حکومت څخه يې وغوښتل چې د ډيورنډ د فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستان د راکټي بريدونو او اغزن سيم د غځېدو په اړه دې خپل دريځ روښانه کړي.
د راپورونو له مخې، پاکستاني پوځيانو د تېرو ٧ورځو په اوږدو کې د کونړ پر ولسواليو ١٥٠٠راکټونه توغولي چې له امله يې سلګونه کورنۍ کډه شوې او لسګونو ولسي کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
په مشرانو جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي لطف الله بابا د کونړ پر سرحدي ولسواليو د پاکستان راکټي بريدونو ته په اشارې سره وويل:"د کونړ خلک پزې ته راغلي، حکومت بايد په دې اړه جدي اقدام وکړي، د پاکستان حکومت واک نه لري، افغان حکومت بايد دغه ستونزې د پاکستان له استخباراتي ادارې سره حل کړي، ټول واک له اى اس اى سره دى."
د مشرانو جرګې بل غړي محمد اجان منګل هم و ويل چې د کونړ خلک د پاکستان د توغندويي بريدونو له امله کډه شوي او مرکزي حکومت تر اوسه پورې په دې اړه اقدام نه دى کړى.
د مشرانو جرګې منشي طيب عطا په دې اړه وويل:" مرکزي حکومت تر اوسه د پاکستان د راکټي بريدونو ځواب نه دى ويلى او په دې اړه يې کوم اقدام هم نه دى کړى."
د دغې جرګې بلې غړې نجيبې حسيني وويل:" که افغان حکومت پاکستان ته باالمثل ځواب نه شي ور کولى ددغه هېواد پرضد دې ملګرو ملتونو ته شکايت وکړي."
هغې دغه راز وويل چې بايد د پاکستان راکټي بريدونه سند کړاى شي او نړيوالو ته د اسنادواو شواهدو په توګه وښودل شي.
د دې په وينا، پاکستان هېڅکله له ترهګرۍ سره د مبارزې او له افغان حکومت سره د ملګرتيا په برخه کې رښتينى عمل نه دى کړى او افغانان بايد له پاکستان څخه د ملګرتيا تمه ونه لري.
دغه راز د مشرانو جرګې په نننۍ ناسته کې د يادې شوې جرګې ځينو غړو د ډيورنډ د فرضي کرښې په اوږدو کې د اغزن سيم غځولو پروړاندې د حکومت پر چوپتيا نيوکه وکړه او له حکومت څخه يې وغوښتل چې د اغزن سيم د لګولو مخه دې ونيسي.
د ډيورنډ کرښه په ١٨٩٣ميلادي کال کې، د انګريزانو له خوا د هغه وخت بريتانوي هند او افغانستان ترمنځ رامنځ ته شوه او د افغانستان خلک يې پر دوو برخو وويشل؛ خو افغانستان هېڅکله دغه کرښه د پولې په توګه نه ده پېژندلې.
په ١٩٤٧کال کې کله چې پاکستان رامنځ ته شو او د خيبرپښتونخوا او بلوچستان سيمې په کې شاملې شوې، کابل بيا هم دغه کرښه ونه منله.
د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار حکومت ته په خطاب کې وويل:" بايد په هره بڼه چې کېږي د اغزن سيم غځېدو مخه ونيول شي، موږ د اغزن سيم لګول نه منو او حکومت بايد د ملت پروړاندې خپل مسووليت ادا کړي او که چېرې د سيم لګولو د مخنيوي وړتيا نه لري، له نړيوالې ټولنې څخه دې مرسته وغوښتل شي."
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن