کابل (پژواک، ٢٨ لړم ٩٦): د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني، د احمد علي کهزاد نړيوال علمي- څېړنيز سيمينار ته په وينا کې نوموړى د افغانستان د تاريخ يوه کليدي څېره او د تاريخ د علم ممثل وباله او ټينګار يې وکړ چې د کهزاد ټول اثار دې چاپ او ډيجيټلي شي.
ولسمشر محمد اشرف غني چې نن يې په ارګ کې د هېواد د مشهور لرغوني پېژندونکي او مورخ احمدعلي کهزاد نړيوال علمي- څېړنيز سيمينار ته خبرې کولې، وويل چې په هېواد کې د علم او کلتور د ودې لپاره د کهزاد خدمتونه نه هېرېدونکي دي.
نوموړي کهزاد د افغانستان د تاريخ يوه کليدي څېره او د تاريخ عمل ممثل وباله او ویې ويل چې هغه نه يوازې پېښه ليکونکى و، بلکې د تاريخ د عمل ممثل و او موندنې يې يوازې په اکاډميکو الفاظو نه دي ليکلې، مخاطبين يې افغان ملت او حتى د ښوونځي زده کوونکي وو.
هغه په ډاګه کړه: ((لرغون پېژندنې له کهزاد وروسته بدلون وکړ او څېړنې ته اړتيا لري، د افغانستان د لرغون پېژندنې يو پلاوى دې رامنځته شي، د افغانستان د لرغون پېژندنې نقشه دې جوړه کړي او بايد څېړنه وشي او تر تحليل لاندې ونيول شي، زموږ له حال او راتلونکي سره دې د تاريخ اړيکه روښانه شي، بنسټيز کار دا دى چې خپل ملي فرهنګ ته څنګه جهت ورکړو.))
ولسمشر وويل، د کهزاد انګېزه دا وه چې د افغانستان هرې برخې ته يې په يوه سترګه کتل، د هېواد معاصر نسل ته يې پيغام دا و چې دا خاوره د کلتوري خلاقيت څرګندويه ده او بايد په دې برخه کې ټول زياتې هڅې وکړي.
غني په ډاګه کړه:((دغه ستر مورخ په تاريخ کې د ښځو رول ته پاملرنه درلوده او څنګه چې افغان ښځې د تاريخ په اوږدو کې تل ځلېدلې، استاد کهزاد هم تل د هغوى اثار ثبت کړي دي.))
هغه زياته کړه: ((د استاد کهزاد ټول اثار بايد چاپ او يا ډيجيټلي شي او همدارنګه د استاد کهزاد او زموږ د نورو استادانو مقالې چې په کابل کالنۍ کې يې ليکلې، دوباره چاپ او يا ډيجيټلي شي.))
يو شمېر نورو ليکوالو هم په خپلو مقالو کې ليکلي وو چې کهزاد د هېواد ستر شخصيت دى او په بېلابېلو برخو کې يې د اثارو په ليکلو سره افغانستان، نوي او راتلونکي نسل ته ستر خدمت کړى دى.
احمدعلي کهزاد د ميرزا محمد علي زوى و چې په ١٢٨٧ کال کې د کابل ښار د چنداول په يوه روڼ اندې کورنۍ کې زېږېدلى دى.
نوموړي خپلې لومړنۍ زده کړې له سيد عبدالحميد سره وکړې او په ١٣٠٨ کال کې د له استقلال لېسې نه فارغ شو، په ١٣١٠ لمريز کال کې يې د شاهي دارالتحرير کار پيل کړ او وروسته اېټاليا ته د افغان سفارت د سکرتر په توګه واستول شو، وروسته يې د کابل موزيم او ورپسې د افغانستان د تاريخ ټولنې سرپرستي هم کړې ده.
نوموړى په ١٣٦٢ کال کې ومړ او د شاه دوشمشېره زيات څنګ کې خاورو ته وسپارل شو.عزيزالله همدرد
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن