ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هېواد پر تحصيلي نصاب بيا کتنه کېږي

د هېواد پر تحصيلي نصاب بيا کتنه کېږي

author avatar
19 Nov 2017 - 19:03
د هېواد پر تحصيلي نصاب بيا کتنه کېږي
author avatar
19 Nov 2017 - 19:03

کابل (پژواک، ٢٨ لړم ٩٦): د لوړو زده کړو وزارت، د هېواد د تحصيلي نصاب بياکتنه د دغه وزارت له لومړيتوبونو بللې او وايي چې د پوهنتونونو اوسني تدريسي محتويات د کار د بازار اړتياوې نه پوره کوي او بايد بدلون وکړي.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست عبداللطيف روشان نن د "د هېواد د تحصيلي نصاب د معياري کولو او بياکتنې ملي اجماع لړۍ" تر نامه لاندې د يوې ناستې په مراسمو کې وويل، په داسې حال کې چې بهرني پوهنتونونه او علمي مرکزونه د پراختيا او پرمختګ پر سرچينو بدل شوي، خو په افغانستان کې لا هم په پوهنتونونو کې له پخوانيو او زړو محتوياتو او غير ستندرد محتوياتو ګټه اخيستل کېږي، چې بايد دغه محتويات بدل کړل شي.

نوموړي زياته کړه چې د تحصيلي نصاب معياري کول او بياکتنه د لوړو زده کړو وزارت له لومړيتوبونو شمېرل کېږي او د تحصيلي نصاب د بياکتنې په ملي اجماع کې به نړيوال کارپوهان او نظر لرونکي د پوهنتونونو درسي محتويات، فرصتونه، ننګونې او سرچينې مطالعه کړي.

هغه وويل، د نوي تحصيلي نصاب په تدوين کې به له نړيوالو کارپوهانو سربېره د دولتي ادارو کارکوونکي، استادان، ديني عالمان، د پوهنتونونو فارغان، محصلين او د مدني ټولنې غړي شامل دي.

د هغه په وينا، پخوا معمول و چې ډيپارټمنټونو او پوهنځيو به د ښوونيز نصاب د بياکتنې په اړه پرېکړه کوله، خو په اوسنيو شرايطو کې اړتيا ده چې د نصاب محتوا په تدوين کې بېلابېلې ډلې شتون ولري.

روشان په ډاګه کړه، د نوي تحصيلي نصاب په چوکاټ کې به د فاکولتو پر جوړوښت بياکتنه وشي او نوې تحصيلي رشتې به د کار له ملي او نړيوالو اړتياوو سره برابرې شي، څو له دې لارې ځوانانو ته د کار زمينه برابره شي.

د هغه په وينا، د فرعي مضمونونو شمېر  محصلين کومې موخې ته نه شي رسولى، بلکې کيفيت او محتوا يې بايد بدلون ومومي او د اړونده تحصيلي رشتې لپاره د اصلي او فرعي مضمونونو ترمنځ څرګند تعريف موجود وي.

هغه زياته کړه، په بېلابېلو ډګرونو کې ستونزې پر تحصيلي نظام مستقيم اغېز پرېباسي او د تېرو ١٥ کلونو په موده کې د پوهنتونونو د کيفيت او کميت ترمنځ اړين توازن په پام کې نه دى نيول شوى، د استاد او محصل رسالت په غوره توګه نه دى تعريف شوى، د پوهنتونونو محتويات پر متن راڅرخي او د پوهنتون د استادانو څو اړخيز مسووليتونه د دې لامل شوي چې په يوه وخت کې تدريس او تحقيق چارې ترسره کړي.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وويل: "موږ غواړو چې پوهنتونونه د علمي فعاليتونو په برخه کې مسوول کړو، ځکه د علمي فعاليتونو په وړاندې مسووليت، د افغانستان د برخليک پر وړاندې مسووليت دى."

هغه زياته کړه، د لوړو زده کړو وزارت د نوي تحصيلي نصاب په عملي کولو سره په پام کې لري چې د ماسټرۍ او دوکتورا لرونکي استادان جذب کړي او د ماسټرۍ بورسونو له لارې د ليسانس استادانو شمېر حد اقل ته راورسوي.

د لوړو زده کړو وزارت علمي معين عبدالتواب بالاکرزي په دغو مراسمو کې وويل، چې په تېرو پنځلسو کلونو کې د لوړو زده کړو وزارت کې د پام وړ بدلونونه رامنځته شوي دي.

د هغه په وينا، په ١٣٨١ لمريز کال کې يوازې شپږو دولتي پوهنتونونو شتون درلود، خو د حکومت د هلو ځلو او ښوونې ته د خلکو د پام له امله اوسمهال دغه شمېر ٣٨ دولتي پوهنتونونو او موسسو ته رسېدلى او دغه راز د لوړو زده کړو له ١٣٠ زياتې موسسې او پوهنتونونه شتون لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.