کندوز (پژواک، ٢٨ لړم ٩٦): د کندوز امنيتي چارواکي وايي چې پر وسله والو طالبانو خپل ماین چاودنه کړې او اووه کسان په کې وژل شوي دي.
د کندوز د امنيې قوماندانۍ وياند انعام الدين رحماني د لړم په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ ناوخته د امام صاحب ولسوالۍ په جوي بېګم سيمه کې پر وسله والو طالبانو خپل ماين چاودنه کړې ده.
هغه وايي: ((طالبان په دې سيمه کې د بوشکه يي ماينونو پر جوړولو بوخت وو چې یوه ماین پرې چاودنه کړې ده.))
د رحماني د معلوماتو له مخې چې په دې پېښه کې اووه طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
ده وويل چې په وژل شوو کې د طالبانو یو ډلمشر ملک الهام هم شامل دى.
د جوبېګم سيمې اوسېدونکي احمد يما پژواک ته وويل: ((مازديګر طالبان په يو کور کې ټول شوي وو، ماينونه يې جوړول چې ماين پرې چاودلى او څو کسان يې وژل شوي دي.))
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
امام صاحب د کندوز ولايت د نا امنو سيمو له ډلې ده چې ډېرى وخت په کې د افغان امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړې کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن