ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“هره ورځ له ٣٠ تر٥٠ ماشومان له ايرانه اسلام کلا او نيمروز ته را اړول کېږي”

“هره ورځ له ٣٠ تر٥٠ ماشومان له ايرانه اسلام کلا او نيمروز ته را اړول کېږي”

author avatar
20 Nov 2017 - 16:29
“هره ورځ له ٣٠ تر٥٠ ماشومان له ايرانه اسلام کلا او نيمروز ته را اړول کېږي”
author avatar
20 Nov 2017 - 16:29

هرات (پژواک، ٢٩ لړم ٩٦): د هرات سيمه ييز چارواکي وايي چې په تېرو دوو مياشتو کې زر ماشومان د ايران له لوري د هرات اسلام کلا او نيمروز له اړول شوي دي.

د هرات ځايي اداره په داسې حال کې د بې سرپرسته ماشومانو او ښځو پر را اړولو اندېښنه څرګندوي چې نن د لړم ٢٩مه، (د نومبر٢٠مه) د ماشومانو له نړيوالې ورځې سره برابره ده او هر کال د هېواد په مرکز او ولايتونو کې دغه ورخ نمانځل کېږي.

د هرات د کار او ټولنيزو چارو مشر له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړو خبرو کې وويل چې يوه ځوانه نجلۍ هم په دې ماشومانو کې را اړول شوې ده.

د هرات د کار او ټولنيزو چارو رییس عبدالقيوم افغان هم له ايران نه د ١٠٠٠ ماشومانو را ايستل د اندېښنې وړ وبلل او ویې ويل چې دا ماشومان له دوو مياشتو راهيسې د اسلام کلا او نيمروز په پوله کې سرګردان او له ګڼو خطرونو سره مخ دي.

د افغان په خبره، اکثره را اړول شوي ماشومان ايران ته د کار لپاره تللي وو او تر منځ يې داسې ماشومان هم شته چې کورنۍ يې په ايران کې ژوند کړي، خو دوى يې له کوڅو او سړکونو نيولي او را اړولي دي.

د کار او ټولنيزو چارو مشر زياته کړه چې د ماشومانو د را ايستلو بهير دوام لري او امکان شته چې دا شمېر په څو ورځو کې نور هم لوړ شي.

هغه زياته کړه: ((زموږ اندېښنه دا ده چې يوازې هغه زر ماشومان چې له همدې پولو نه د تېرې يوې نيمې يا دوو مياشتو په ترڅ کې سرګردان دي، يعنې لا هم زموږ ماشومان له خطر سره مخ ګورو.))

د هرات د کار او ټولنيزو چارو مشر له ايران او افغان حکومت وغوښتل چې له دغه هېواد نه د ماشومانو د اېستلو مخنيوى وکړي.

په ورته وخت کې په هرات کې د بشري حقونو د ساحوي کمېسيون مشر عبدالقادر رحيمي، له ايران نه د را ايستل شوو ماشومانو شمېر له دې شمېرو لوړه وباله او ویې ويل چې هره ورځ له ٣٠ نه تر ٥٠ ماشومانو له ایرانه اسلام کلا او نيمروز ته را اړول کېږي.

نوموړي زياته کړه چې د دې ماشومانو ډېر شمېر د هېواد له لرو ختيځو او سوېلي ولايتونو څخه دي چې ولايتونو ته يې د لېږد امکانات ډېر محدود دي او کوم بسټونه چې په دې برخه کې موجود دي، بسنه نه کوي.

هغه وويل: ((هره ورځ په منځني ډول له ٣٠ تر ٥٠ پورې ماشومان وطن ته ستنېږي يا را ستنول کېږي.))

د هرات ځايي ادارې چارواکي هم د بې سرپرسته ماشومانو او ښځو پر را اېستلو اندېښنه څرګندوي او له ايراني چارواکو غواړي چې د ماشومانو د اېستلو مخنيوى وکړي.

د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد وويل: ((د ايران له پولې د بې سرپرسته ماشومانو او ښځو را ايستل د اندېښنې وړ دي او زموږ غوښتنه بيا بيا دا وه چې هيله ده د بې سرپرسته ماشومانو  او ښځو د را اړولو په برخه کې چې  له کورنۍ پرته را اېستل کېږي، د دواړو هېوادونو تر منځ د دوستۍ د شته روحيې پر بنسټ جدي اقدامات تر سره شي.))

په ورته وخت کې د هرات د بشري حقونو د ساحوي کمېسيون مشر وايي چې د ماشومانو د را اېستلو تر څنګ، د قاچاق وړونکو له لوري ځورول او د کيلومترونو واټن پلي وهل هم له نورو ننګونو دي چې ماشومان وسره مخ دي.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.