ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابينې له مالياتو د چاپي رسنيو د معافېدو طرحه تصويب کړې ده

کابينې له مالياتو د چاپي رسنيو د معافېدو طرحه تصويب کړې ده

author avatar
20 Nov 2017 - 17:35
کابينې له مالياتو د چاپي رسنيو د معافېدو طرحه تصويب کړې ده
author avatar
20 Nov 2017 - 17:35

کابل (پژواک، ٢٩ لړم ٩٦): کابينې د مهالنيو او غير مهالنيو چاپي رسنيو د ماليو د معافېدو په اړه د ماليې وزارت وړانديزي طرحه چې پخوا د رسنيو په قانون کې هم راغلې، تصويب کړې ده.

دغه مطلب نن د ماليې وزارت د ماليه ورکوونکو مشر حبيب ځدراڼ پژواک خبري اژانس ته بيان کړ او ويې ويل چې دغه طرحه په دې وروستيو کې د کابينې له خوا تصويب شوې ده.

هغه وويل: "د ماليې وزارت پر عايداتو د مالياتو په قانون کې د مهالنۍ او غير مهالنيو چاپي رسنيو د مالياتي معافيت په اړه تعديلاتو وړانديز کړى چې د ټوليزو رسنيو په قانون کې هم اشاره ورته شوې او هيله ده چې دغه تعديل چې په نږدې راتلونکې کې به ملي شورا ته د تصويب لپاره واستول شي، تصويب او عملي شي."

د افغانستان د رسنيو د قانون په٥٣مه ماده کې راغلي دي: "د دغه قانون په ٢٨مه ماده کې له درج شوو موسسو او ټوليزو رسنيو څخه له قانون سره سم ماليه اخيستل کېږي. مهالنۍ او غير مهالنۍ چاپي خپرونې له دغه حکم څخه وتلې دي."

د يادونې ده، تر اوسه د رسنيو د قانون دغه ماده نه ده عملي شوې او اوسمهال رسنۍ په مالي کال کې د ماليې وړ عوايدو شل سلنې ماليې پر ورکړې سربېره، د تړونونو، توکو د اخيستو، د کورونو او خپلو کارکوونکو د تنخواګانو ماليه هم ورکوي.

د ماليې وزارت د ماليه ورکوونکو مشر وايي چې د دغه وزارت د طرحې له مخې چې د کابينې له خوا تصويب شوې ده مهالنۍ او غير مهالنۍ چاپي رسنۍ د تنخواګانو له ماليې پرته له هر ډول مالياتو څخه معاف کېږي.

د قانون د تعديل طرحه د ملي شورا له تصويب او د ولسمشر له توشېح وروسته نافذېږي.

ځدراڼ زياته کړه چې حکومت د رسنيو د مالي پياوړتيا او بيان د لا ډېرې ازادۍ او اطلاعاتو ته د لاسرسي په موخه چې د ټولنې يوه مهمه اړتيا او په ورته وخت کې يوه ستره ملي لاسته راوړنه ده د ياد قانون د تعديل پرېکړه کړې ده.

هغه په دې اړه د جزئياتو له ورکولو پرته وويل چې يو شمېر رسنيو د مالي وړتيا د نه لرلو، د مالياتي طرزالعملونو او قوانينو څخه د پوره پوهاوي نه شتون او نورو ستونزو له امله خپله د څو کلونو ماليه په ټاکلي وخت نه ده ورکړې او له ادا کولو څخه يې عاجز دي.

د ځدراڼ په خبره، ولسمشر له همدې امله د روان کال د وږي په مياشت کې login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.