ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغان او بهرنیو ګډو ځواکونو د نشه یي توکو پر وړاندې عملیات پیل کړي

افغان او بهرنیو ګډو ځواکونو د نشه یي توکو پر وړاندې عملیات پیل کړي

author avatar
20 Nov 2017 - 16:41
افغان او بهرنیو ګډو ځواکونو د نشه یي توکو پر وړاندې عملیات پیل کړي
author avatar
20 Nov 2017 - 16:41

کابل (پژواک، ٢٩ لړم ٩٦): افغان او بهرنيو ځواکونو د لومړي ځل لپاره د نشه يي توکو پر وړاندې ګډ عمليات پيل کړي دي.

د اړوندې موضوع په اړه د لړم په ٢٩مه د ولسمشرۍ ماڼۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته راليږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په افغانستان کې سوله او ثبات له جرمي اقتصاد، د نشه یي توکو تولید، پروسس او قاچاق سره جدي مبارزې ته اړتیا لري.

سرچينه وايي چې نشه یي توکي د جګړې او ترهګرۍ د تمویل له عمده سرچینو څخه بلل کېږي.

په خبرپاڼه کې زياته شوې: ((د افغانستان حکومت دې ته په کتو چې له جرمي اقتصاد سره له مبارزې پرته به د سولې او ثبات تامین ستونزمن وي، د نشه یي توکو د پروسس سرچینو په نښه کولو لپاره جدي تصمیم او تدابیر نیولي، ترڅو په هېواد کې د نشه یي توکو د پروسس او تجارت ټول مرکزونه او سرچینې نابودې شي.))

د سرچينې په حوال تېره شپه د لومړي ځل لپاره د غوڅ ملاتړ ماموریت په ملاتړ د نشه یي توکو د پروسس سرچینو د له منځه وړلو عملیات پیل شول.

په اعلاميه کې زياته شوې چې د همدې عملياتو په لړ کې تېره شپه د هلمند په سنګين، موسى کلا، کجکي او نوزاد ولسواليو کې د نشه یي توکو د پروسس اته عمده مرکزونه په نښه او له منځه يوړل شول.

سرچينه وايي، د افغانستان حکومت په ډاګه کوي چې اوسنۍ جګړه د نشه یي توکو جګړه او د طالبانو او نورو ډلو د تمویل اساسي سرچینه بلل کېږي او ترهګر له دې څخه په استفادې فعالیت کوي، خو د نشه یي توکو د نابودۍ کمپاین د افغانستان حکومت له ستراتیژیکو اهدافو څخه دی.

په خبرپاڼه کې زياته شوې چې نشه یي توکو په میلیونونه انسانان زیانمن کړي او زیات شمېر کورنۍ او افغان ځوانان د دې شومې پدیدې له امله د نابودۍ له خطر سره مخ دي.

دغه راز د هلمند د ولايت له مقام څخه د يوې خپرې شوې اعلاميې په ترڅ کې راغلي چې تېره شپه افغان او بهرنيو ځواکونو د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې د طالبانو پټنځايونه او د  نشه يي توکو د پروسس مرکزونه په نښه کړي دي.

دغه اعلاميه وايي چې د دغو بريدونو په ترڅ کې يو شمېر طالبان وژل شوي او وسلې او مهمات يې هم له منځه وړل شوي دي.

خو بل لور ته طالبان بيا وايي چې دغه بريدونه پر ملکي خلکو شوى دى.

د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې تېره شپه افغان ځواکونو د هلمند په درېيو سيمو کې هوايي بريدونه کړي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.