ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خصوصي سکتور د انرژۍ په برخه کې ۹۰۰ میلیونه ډالره پانګونه کوي

خصوصي سکتور د انرژۍ په برخه کې ۹۰۰ میلیونه ډالره پانګونه کوي

author avatar
20 Nov 2017 - 15:26
خصوصي سکتور د انرژۍ په برخه کې ۹۰۰ میلیونه ډالره پانګونه کوي
author avatar
20 Nov 2017 - 15:26

کابل (پژواک، ۲۹ لړم ۹۶): د ماليې وزارت وايي، د عامه او خصوصي مشارکت له لارې له خصوصي سکټور سره پر پنځو بنسټيزو پروژو خبرې روانې دي او ياد سکټور يواځې د انرژۍ په برخه ۹۰۰ ميليونه ډالرو په ارزښت پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

د ماليې وزارت مالي مرستيال خالد پاينده د مرغومي په ٢٩مه په کابل کې د يوې خبرې ناستې پر مهال وويل، حکومت غواړي له خصوصي سکټور سره په ګډه د اقتصادي پرمختګ، د کاري فرصتونو د رامنځته کولو، د بنسټيزو اقتصاد پروژو پلي کولو او خلکو ته د با کيفيته خدمتونو پر وړاندې کولو مشارکت ولري.

هغه زياته کړه: "د عامه او خصوصي مشارکت له لارې د حکومت پاليسي دا ده چې په ښه ډول د خصوصي سکټور پانګونه او مهارتونه راجلب، بنسټيزې پروژې پلې، پر بهرنيو مرستو تکيه راکمه او په اغېزمن ډول له عامه شتمنيو او ملکيتونو ګټه واخيستل شي."

دی وايي: "زموږ همکارانو له خصوصي سکټور سره په کندهار ښار د سولري برېښنا پر دوو پروژو، د کجکي بند د دويم فاز پر جوړولو، په مزار او شبرغان کې له اوبلن ګاز نه د برېښنا توليد پروژو د پلي کېدو په موخه خبرې اترې روانې دي او تر اوسه خصوصي سکټور د۱۷۰ بېلابېلو پروژو د پلي کولو په برخه کې د پانګونې وړانديزونه کړي دي."

د ده په وينا، په يادو ۱۷۰ پروژو خصوصي سکټور يواځې د انرژۍ د توليد په برخه کې د ۹۰۰ ميليونه امريکايي ډالرو د پانګونې دلچسپي ښودلې ده.

د سوداګرۍ او اقتصاد وزارت د خصوصي سکټور مرستيال فېروز خان مسجدي وويل چې دا مهال افغانستان د زېربناوو کمښت، د پراختيايي پروژو د پلي کېدو تراکم او ځنډ، د بهرنيو هېوادونو پر مرستو تکيه او بې کيفيته ډول د خدمتونو وړاندې کول هغه ستونزې دي چې افغان حکومت ورسره لاس او ګريوان دي.

هغه زياتوي: "که چېرې موږ وغواړو خپل اقتصاد پياوړی او خلکو ته اړين او موثر خدمات وړاندې کړو، اړينه ده چې په ټولو برخو کې په ګډه خصوصي سکټور هم له ځانه سره ولرو او په داسې ډول چې هم دولت او هم خصوصي سکټور ګټې په کې نغښتې وي موثر خدمات وړاندې کړو."

د سوداګرۍ او صنايع خونو د سوداګريزو چارو مرستيال سردارمحمد مومند په نننۍ ناسته کې د حکومت دا اقدام وستايه او ويې ويل: "له دې سره سره چې موږ لږ او ډېر فرصتونه له لاسه وکړي، خو که اوس هم پيل وکړو په ډېره نږدې راتلونکې به پياوړي اقتصادي پر مختګ ولرو."

هغه په هېواد کې ناامني، اداري فساد او بروکراسي د خصوصي سکټور د پانګونې په برخه کې سترې ستونزې وبللې او زياته کړه که چېرې حکومت د يادو ستونزو مخه ونيسي، ډېر بهرني او کورني پانګوال به په افغانستان کې پانګونې ته زړه ښه کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.