ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لغمان پر سلګونو جګړه ځپلو او راستانه شوو کورنيو مرستې ووېشل شوې

د لغمان پر سلګونو جګړه ځپلو او راستانه شوو کورنيو مرستې ووېشل شوې

author avatar
20 Nov 2017 - 15:34
د لغمان پر سلګونو جګړه ځپلو او راستانه شوو کورنيو مرستې ووېشل شوې
author avatar
20 Nov 2017 - 15:34

مهترلام (پژواک، ۲۹ لړم ۹۶): د لغمان ولایت د مرکز په ګډون د بېلابېلو ولسوالیو پر سلګونو جګړه ځپلو او راستانه شوو کورنيو د مرستو لړۍ پيل شوه.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د لړم په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پر ١٦٥٠ راستانه شوو کورنيو د WFP په مالي او د NCRO په تخنیکي همکارۍ د مرستو وېشلو لړۍ نن پيل شوه.

هغه زياته کړه چې د هرې کورنۍ لپاره ۵۰ کیلوګرامه اوړه، ۴،۵ کیلوګرامه غوړي، ۵ کیلوګرامه دال او نور خوراکي توکي شامل وو.

د مرستې د ویش پر مهال د لغمان ولایت مرستیال شهزاده مظلوم یار وویل چې ولایتي اداره په هر حال کې دا خپل مکلفیت ګڼي چې په هره برخه کې د خپلو خلکو ستونزو، غوښتنو او وړاندیزونو ته په خپل وخت رسیده ګي وکړي.

د يو بل خبر له مخې، نن د دغه ولايت له خوا د جګړو پر مهال د وژل شوو او ټپيانو کورنۍ شامل دي، چې سل زره د هر وژل شوي او پنځوس زره د هر ټپي کورنۍ ته ورکړل شوې.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک ته وويل چې دا مرستې د لړم په ۲۹مه د ولايت د مرستيال په لاس د هرې کورنۍ استازي ته ورکړل شوې.

هغه زياته کړه، مرستې ټولې ۹۳ کورنيو ته ورکړل شوې چې ۱۷ هغه يې د وژل شوو او ۷۶ يې د ټپيانو کورنۍ وې.

دی وايي، د لغمان مرستيال والي شهزاده مظلوميار پر وسله والو مخالفينو غږ وکړ چې د جګړو پر مهال دې د ملکي خلکو ژوند ته پاملرنه وکړي او د ملکيانو د هوساينې لپاره يې بايد غور وشي.

مظلوم یار له مرسته شوو کسانو وغوښتل چې ولس ته د سولې، امن او ثبات پیغام ورسوي او د خپل نظام د ملاتړ لپاره د نظام د دښمنانو پر وړاندې خپل غږ پورته کړي.

همدارنګه د مرسته شوو کسانو له ډلې څو تنو یې د ولایت مقام او د ملي یووالي له حکومت څخه د مننې تر څنګ په خپلو خبرو کې له مخالفو وسله والو وغوښتل چې نور له جنګ جګړو لاس واخلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.