ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ميدان وردګو ولايتي شورا مشرتابه ته د ښځو له ټاکنې سره مثبت بدلون راتلای شي

د ميدان وردګو ولايتي شورا مشرتابه ته د ښځو له ټاکنې سره مثبت بدلون راتلای شي

author avatar
20 Nov 2017 - 09:07
د ميدان وردګو ولايتي شورا مشرتابه ته د ښځو له ټاکنې سره مثبت بدلون راتلای شي
author avatar
20 Nov 2017 - 09:07

ميدان ښار (پژواک، ٢٨ لړم ٩٦): د ميدان وردګو ولايت د ښځو چارو رياست وايي چې نا امنۍ او کلتوري ستونزو د ښځو پر ژوند ناوړه اغېز کړى، خو هيله مندي ښيي چې د ولايتي شورا مشرتابه ته د درېيو ښځو په بریاليتوب به مثبت بدلونونه رامنځته شي.

د ولايتي شوراګانو د څلورمې دورې د اداري پلاوي ټاکنو کې د هېواد په کچه د لومړي ځل لپاره له ميدان وردګو ولايت څخه د ولايتي شورا د رياست، معاونيت او منشي څوکۍ د شورا درېيو ښځينه وکيلانو وګټلې.

د ميدان وردګو ولايت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، د ولايتي شورا د اداري پلاوي ټاکنې چې ١٣ غړي په کې حاضر وو، د ټاکنو خپلواک کمېسيون په تخنيکي همکارۍ ترسره شوې چې په پايله کې يې حليمه عسکري د مشرې، نفيسه سيلۍ د مرستيالې او هاجر ميرزايي د منشي په توګه وټاکل شوې.

د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکه اداره هم وايي چې د روان کال د ولايتي شوراګانو د اداري پلاوي ټاکنو کې د پام وړ او مثبت بدلونونه راغلي چې له دې جملې يې د ولايتي شوراګانو نوي اداري پلاوي کې ٣٧ سلنه ښځې شتون لري.

د ميدان وردګو ولايت د ښځو چارو رياست وايي چې که څه هم په دغه ولايت کې د ښځو په برخه کې ستونزې شته دي، خو حالت يې مخ پر ښه کېدو دى او د ولايتي شورا مشرتابه ته د درېيو ښځو بريالي کېدو يې هيلې زياتې کړې دي.

د دغه ولايت د ښځو چارو رييسه وحيدې ښکلې له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې د دغه ولايت په کچه ٥٥٠ ښځې په دولتي، نا دولتي او نورو ارګانونو کې په کار بوختې دي چې له دې ډلې د ښځو چارو رياست ټولې څوکۍ دوى ته ورکړې شوې دي.

هغې زياته کړه، د پوهنې په برخه کې ٣١٦ ښځو د ښوونکو په توګه اجرا کوي چې د ښځينو زده کوونکو پر حضور يې مثبت اغېز کړى او تر څنګ يې د روغتيا برخه کې د قابلو شمېره بشپړه شوې او اوس ټولې د نرسنګ برخې ته نيول کېږي.

ښکلې وايي، د رياست د عامه پوهاوي پروګرامونو په پايله کې ګڼې ښځې ورته په کور کې د حرفوي زده کړو لپاره مراجعه کوي، خو کله چې ورته په دغه رياست او نورو ادارو کې د خالي بستونو خبره ورسره شريکه کړي، نو کلتوري او فاميلي ستونزو په سبب نه غواړي چې نوم ليکنه ورته وکړي.

د نوموړې په وينا، د خوښۍ ځاى دى چې د دغه ولايت د ولايتي شورا نارينه وکيلانو د لومړي ځل لپاره خپلو اداري څوکيو ته ټولې ښځې وټاکلې چې دا ټاکنه به د ښځو په وضعيت کې مثبت بدلون راولي.

ښکلې زياته کړه: ((د وياړ ځاى دى چې زموږ ولس پر موږ باور وکړ، دا يو نادره کار دى، موږ هيله لرو چې دوى به د خويندو شته ستونزې له ولس په همغږۍ او ذهنيت بدلولو حل کړي.))

د ښځو چارو رييسې د دې ستونزو د حل د لارو چارو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((کورنۍ ستونزې شته، د بېلګې په ډول د ولايت دوه اوسېدونکي چې يو کابل کې اوسېږي، بل ولايت کې، د کابل اوسېدونکي په خپلو لوڼو تعليم کړى، د کار اجازه يې يې ورکړې، خو د ولايت اوسېدونکى د نا امنيو او امکاناتو د نشتوالي په سبب خپلو بچيانو ته اجازه نه ده ورکړې چې دا ډېره خواشينوونکې ده.))

وحيدې ښکلې د خپلې ادارې فرهنګي فعاليتونو ته هم اشاره وکړه او وويل چې “د کليوالو خويندو ادبي بهير”يې رامنځته کړى او هڅه کوي چې د خپل نشراتي ارګان”پيزوان مجلې” خپرونو ته دوام ورکړي.

له بلې خوا د ميدان وردګو ولايت د ولايتي شورا نوې ټاکل شوې مرستياله نفيسه سيلۍ وايي په دغه ولايت کې د ښځو لپاره نه کار شوى او نه امکانات شته، د شورا د مرستيالې په توګه له ټاکل کېدو وروسته ډېرو کليوالو ښځو او نجونو هم د مبارکۍ پيغامونه ورته را استولي او راتلونکي ته يې هيله پيدا شوې ده.

هغه له پژواک خبري اژانس په ځانګړو خبرو کې وويل: ((موخه يې دا ده چې ښځې له محروميت را وباسي، له حقه حقونو يې ملاتړ وکړي، غواړو چې په دې ولايت کې د ښځو په لاس بڼسټيز بدلونونه راولي.))

سيلۍ زياتوي چې د دغه ولايت نا امنيو د نورو چارو تر څنګ د ښځو پر وضعيت هم ناوړه اغېز کړى او د هغوى محروميت ته په پام سره شوي کارونه بسنه نه کوي، د ولايتي په ادارو کې د ښځو شتون کمرنګه دى او هېرې شوې دي.

هغې د دې پوښتنې په ځواب کې چې د يوې وکيلې په توګه د ښځو چارو رياست نه څومره رضايت لري؟ وويل: ((کار نه دى شوى، خو هغوى نه ملامتوم؛ ځکه چې دا رياست د نارينه وو ملاتړ نه لري، تر څو چې نران له ښځو رياست نه ملاتړ ونه کړي، په يوازې ځان څه نه شي کولى.))

د ولايت د مرکز ميدان ښار اوسېدونکې سهيلا سپېڅلې چې اوسمهال په يوه دولتي اداره کې دنده لري، وايي چې په دې ولايت کې د ښځو لپاره د پام وړ کار نه دى شوى، خو د ولايتي شورا د نوي اداري پلاوي ټاکنه به ښځو ته د پاملرنې او کار کولو هيلې پيدا کړي.

سپېڅلې په دې اړه پژواک اژانس ته وويل: ((دا کار به د ټول ولس په ځانګړي ډول د ښځو پر ژوند مثبت اغېز ولري، د ښځو پر وړاندې به د تاوتريخوالي کچه په دې راټيټه کړي چې ښځې د نورو ښځو وضعيت ښه درک کولى شي او تر منځ يې د باور فضا اوچته وي.))

د نوموړې په وينا، نا امني، ناوړه دودونه او کلتوري محدوديتونه د ښځو پر وړاندې عمده ستونزې وې، خو له نېکه مرغه چې اوس يو څه بدلون راغلى، خو دا بدلون په مرکز پورې اړوند دى او د ولسواليو ښځې ښه وضعيت نه لري.

له ښځو سره تاوتريخوالى، عدلي او قضايي ادارو ته د خپلو قضيو د څېړنې په موخه مراجعه او پر يادو شوو ارګانونو د ښځو باور د هېواد په کچه د ښځو يوه بله ستونزه ده چې ياد شوى ولايت ترې خلاص نه دى.

د ښځو چارو مشرې وحيدې ښکلې وايي چې په دغه ولايت کې د تاوتريخوالي پېښې شته، خو د نا امنيو، کلتوري او دوديزو مجبوريتونو په سبب پټې پاتې کېږي او د پېښود لامل يې هم تر ډېره د ښځو بې سوادي ده.

د هغې په وينا، په عدلي او قضايي ارګانونو کې له ښځو سره د عدالت په برخه کې کومه ستونزه نشته، خو د ښځو د عامه پوهاوي نشتوالى، وېره، فاميلي، امنيتي او کلتوري ستونزې د دې لامل شوې چې هغوى مراجعه ونه کړي.

نوموړې زياته کړه: ((موږ هر کال په منځني ډول له ښځو سره د تاوتريخوالي له ١٥ تر ٢٥ قضيې ثبتوي، موږ يې له عدلي او قضايي ارګانونو سره شريکوو، هلته ځکه زړه نه کوي چې محيط يې مردانه دى او له کورنيو له خبرېدو وېرېږي.))

د ولايتي شورا مرستيالې نفيسې سيلۍ بيا وايي: ((دا په ډاګه درته وايم چې په ميدان وردګو ولايت کې د ښځو سره د تاوتريخوالي کچه تر بل هر ولايت لوړه ده، دلته ښځې له خپلو اسلامي حقونو محرومې دي، د کار او تعليم اجازه نه ده ورکړل شوې.))

د ميدان وردګو ولايت مدني فعاله او د مېرمن ادبي بهيرغړې موسکا مايار وايي چې ددې ولايت په دولتي ادارو کې د ښځو په ځانګړي ډول د لرې پرتو ولسواليو د ښځو رول سمبوليک دى او تر څنګ يې په ادارو کې شته ښځې هم “محافظه کاري” کوي او ښځو ته ستونزې جوړوي.

هغې په دې اړه پژواک ته وويل: ((ولايتي شورا په خپل چوکاټ کې د کار کولو تر څنګ د ولس او حکومت تر منځ د منځګړيتوب رول هم لري او د مشرتابه په خپلولو سره د ښځو غږ په ښه ډول اورېدلى او له حقونو يې دفاع کولى شي.))

د ښځو چارو مشرۍ د دغه ولايت له ميندو غوښتنه وکړه چې د خپلې کورنۍ مشران اړ کړي، څو د خپلو اولادونو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو زده کړو ته پاملرنه وکړي او په دې ډول شته ستونزو ته د پاى ټکى کېږدي.

Visits: 18

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.