لښکرګاه (پژواک، ٢٩ لړم ٩٦): د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې ځانمرګى بريد شوى چې له امله يې دوه پوليس سرتېري برسېرن ټپيان شوي دي.
د هلمند د امنيې قوماندانۍ وياند دويم ځارن عبدالسلام افغان د لړم په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه لس بجې د مارجې ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ د قراول مخې ته ځانمرګى بريد شوى دى.
هغه وايي چې په دغه بريد کې يواځې دوه پوليس برسېرن ټپيان شوي دي.
د دغه بريد مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
د يادونې ده، پرون د هلمند امنيتي چارواکو ويلي وو چې په مارجې ولسوالۍ کې يې د وسله والو طالبانو پر وړاندې عمليات پيل کړي دي.
هغوئ زياته کړې وه چې په دې عملياتو کې ١٤ طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن