کابل (پژواک، ۲۹ لړم ۹۶): ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني له ځانګړي استازي سره د ليدنې پر مهال د امريکا متحده ايالتونو نوې تګلاره د سيمې د ثبات لپاره ګټوره وبلله او زياته يې کړه چې بايد له فرصتونو موثره ګټه واخيستل شي.
د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني له ځانګړي استازي سره په ارګ کې وکتل.
سرچينه ليکي چې دواړو لورو د سيمه ييزو موضوعاتو، په افغانستان کې د سولې او ثبات د تامين او د جنوبي اسيا او افغانستان لپاره د امريکا متحده ايالتونو د نوې ستراتيژۍ او د هغې د موثريت په هکله خبرې وکړې.
ولسمشر غني مارکوز پوټزيل ته د ښه راغلاست تر څنګ په تېرو کلونو کې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د دغه هېواد له مرستو مننه وکړه.
هغه ټينګار وکړ: "د جنوبي اسيا او افغانستان لپاره د امريکا متحده ايالتونو نوې ستراتيژي د سيمې د ثبات لپاره ګټوره ده او د دې ستراتيژۍ له اعلان وروسته برابر شوو فرصتونو څخه بايد موثره ګټه واخيستل شي."
همداراز مارکوز پوټزيل هم د جنوبي اسيا او افغانستان لپاره د امريکا متحده ايالتونو نوې تګلاره ګټوره وبلله او ملاتړ يې ورنه اعلان کړ.
هغه زياته کړه: "هېواد يې په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات د تامين غوښتونکي دي او د افغانانو په مشرۍ او مالکيت يې د بين الافغاني مذاکراتو څخه د ملاتړ کوي."
نوموړي له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د خپل هېواد د همکاريو د دوام ډاډ ورکړ.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن