کندهار (پژواک، ۲۹ لړم ۹۶): د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د درېیو کانالونو جوړولو چارې پیل شوې چې ۲۴۰زره امریکايي ډالر لګښت پرې راځي.
د کندهار ولایت مرستیال عبدالحنان منیب پژواک خبري اژانس ته وویل دغه درې کانالونه د دې ولسوالۍ په ناخوني او صلوات کلو کې د خلکو په غوښتنه جوړېږي.
هغه زیاته کړه، په دغو پروژو کې ۲ پلونه، ۵ د اوبو د وېش مرکزونه او ۲۸۵ متره استنادي دېوال هم شامل دي چې ټولټال ۲۴۰ زره ډالر لګښت پرې راځي او د فوډ زون پروګرام له لارې ورکول کېږي.
فوډ زون پروګرام په کندهار کې د نشه يي توکو د کښت او قاچاق د مخنيوي په موخه پلان شوى چې د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې USAID له خوا تمويلېږي او ٢٠ ميليونه ډالر ورته ځانګړي شوي دي.
په دغه پروګرام کې د پرمختيايي پروژو پلي کول، د نشه يي توکو د کښت او قاچاق مخنيوى، کروندګرو ته د روا کښت زمينه برابرول، د نشه يي توکو د ناوړه پايلو په اړه د عامه پوهاوي زياتول او نور شامل دي.
منیب له خلکو وغوښتل چې روان کښت وکړي او د کوکنارو له کرلو ډډه وکړي.
د پنجوايي ولسوال حاجي فضل محمد اسحاقزي پژواک اژانس ته وويل، په پنجوايي ولسوالۍ کې د تېر په پرتله امنيتي وضعيت ښه شوى او په دې برخه کې تر ټولو ډېره همکاري خلکو کړې ده.
ده زياته کړه، دولت هڅه کوي د خلکو له غوښتنې سره سم د بیارغونې پروژې ډیزاین او عملي کړي، څو خلکو ته اسانتیاوې برابرې شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن