لښکرګاه (پژواک، ٢٩ لړم ٩٦): د هلمند امنيتي چارواکي وايي چې په مارجې ولسوالۍ کې پر وسله والو طالبانو بريد شوى چې له امله يې نهه طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي خو طالبان بيا وايي چې دغه بريد پر ملکي وګړو شوى دى.
د هلمند د امنيې قوماندانۍ وياند دويم څارن عبدالسلام افغان د لړم په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه افغان هوايي ځواکونو په مارجې ولسوالۍ د وسله والو طالبانو پر يو پټنځاى بريد کړى دى.
هغه وايي چې په دغه بريد کې نهه طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
د افغان د معلوماتو له مخې، په دغه بريد کې د طالبانو يو شمېر سپکې او درنې وسلې او يو سراچه موټر هم له منځه تللي دي.
دغه راز د ٢١٥ ميوند قول اردو د مطبوعاتي دفتر مرستيال جګړن عبدالقدير بهادرزي پژواک ته وويل چې تېره ورځ په مارجه، سنګين او نوزاد ولسواليو کې ١٨ طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
هغه وايي چې په يادو سيمو کې عمليات بريالي روان دي او ډېرې سيمې له طالبانو څخه نيول شوي دي.
خو بل لور ته طالبان بيا وايي چې دغه بريد پر ملکي خلکو شوى دى.
د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي په خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي چې تېره شپه افغان ځواکونو د هلمند په دريو سيمو کې هوايي بريدونه کړي دي.
دى وايي چې په دغو بريدونو کې ګڼ شمېر عام خلک وژل شوي او کورونه يې نړېدلي دي.
د يادونې ده، له تېرو دوو ورځو راهيسې په مارجې ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې عمليات پيل شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن