ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خراب امنيتي وضعيت له امله د هېواد په اقتصادي وده کې لږ زياتوالى راغلى

د خراب امنيتي وضعيت له امله د هېواد په اقتصادي وده کې لږ زياتوالى راغلى

author avatar
21 Nov 2017 - 15:49
د خراب امنيتي وضعيت له امله د هېواد په اقتصادي وده کې لږ زياتوالى راغلى
author avatar
21 Nov 2017 - 15:49

کابل(پژواک،٣٠لړم ٩٦): نړيوال بانک د افغانستان اقتصادي وده د تېر کال د ٢،٢سلنې څخه په ٢٠١٧ کال کې ٢،٦سلنې ته اټکل کړې او وايي چې خراب امنيت وضعيت ددغه هېواد پر اقتصاد نا مطلوب اغېز کړى دى.

نړيوال بانګ په هغه راپور کې چې نن يې خپور کړى، ليکلي چې د افغانستان امنيتي وضعيت خراب شوى، دا چې د نا امنۍ او جرايمو د کچې لوړېدل نه پرېږدي چې په ٢٠١٤ کال کې د امنيتي مسووليتونو د لېږد له اغېزو څخه د متشبثينو او مستهلکينو باور چې په هغه کال له هېواده ډېر شمېر نړيوال ځواکونه ووتل- په بشپړه توګه اعاده کړي.

سرچينه ليکي د افغانستان اقتصادي وده، چې له ٢٠١٤ او ٢٠١٥ کلونو له کچې څخه، هغه مهال چې افغانستان له ٢٠٠٣ کال وروسته تر ټولو ټيټ رقم درلود، په نسبي ډول لوړه شوې ده.

په دغه راپور کې ويل شوي:" که امنيتي وضعيت د اوسنيو شرايطو په پرتله لا پسې بد نه شي اټکل کېږي چې په ٢٠١٨ کال کې د افغانستان د اقتصادي ودې کچه ٣،٢سلنه زياته شي. که څه هم چې دغه شمېره د ٢٠١٤ او ٢٠١٥ کلونو په پرتله د لوړې ودې ښودنه کوي، بيا هم د٢٠٠٣ او ٢٠١٣کلونو ترمنځ د ٩،٦سلنې اقتصادي ودې د منځنۍ کچې په پرتله څو چنده کمه ده."

منځمهاله اقتصادي وده به سوکه وي او تر ٢٠٢٠ کال پورې به يوازې ٣،٦سلنې ته ورسېږي.

په راپور کې راغلي:" په ورپسې کلونو کې په دې شرط ډېره وده کېږي چې امنيتي وضعې او سياسي ثبات کې ښه والى راشي، نړيوالې مرستې دوام ولري او د اصلاحاتو په دوامداره تطبيق کې پرمختګ  وشي."

نړيوال بانک وايي چې د افغانستان اقتصادي وده د مالي مديريت او پاليسۍ اصلاحاتو په ډګر کې د مشخصې لړۍ په خپلولو سره ډېرېداى شي.

سرچينې د بوديجې ښه تطبيق، د بوديجوي لګښتونو او سيمه ييزو پروګرامونو لپاره چې د ټولنې اړمنو کسانو ته رسېږي د مالي سرچينو ډېر تخصيص د ياد شويو تدابيرو په توګه ياد کړي دي.

په کابل کې د نړيوال بانګ ددفتر مشر شوبهم چوهدري ويلي دي چې خراب امنيتي وضعيت د اقتصادي ودې، کاري موکو او عامه خدمتونو د وړاندې کولو د دوام او تامين په لړ کې ددولت پر هڅو نېغ په نېغه اغېزه کړې ده.

هغه په ډاګه کړه:" موږ په ټول هېواد کې د سولې او ټيکاو رامنځ ته کېدو لپاره د دولت له ارادې او هوډ څخه مننه کوو او د دې هڅو اغېزمنتوب ته اړتيا ده، څو په اقتصادي ډګرونو کې دوامداره پرمختګونه رامنځ ته کړي. د سيمه ييزې حکومت والۍ ښه کېدل، د اصلاحاتو پراختيا، له فساد سره مبارزه او د خلکو د باور بېرته ترلاسه کول، سرتاسري سوکالۍ او دوامداره ودې ته د لاس رسي په موخه کليدي موارد ګڼل کېږي."

د راپور له مخې، د ٢٠١٧ کال د لومړۍ نيمايي تقريبي شمېر د اقتصادي فعاليتونو د کچې پيکه کېدل تاييدوي، په داسې حال کې چې د متشبثينو د ليدنو او اټکلونو فصلي سروې ګانې ښيي چې د ٢٠١٧ کال له لومړۍ تر دويمې ربعې د ٢٠١٦ کال د ورته وخت په پرتله د متشبثينو باور او تمايل لږ ټيټ دى.

سرچينې ليکلي چې د دولت له خوا د مالياتو تطبيق او راټولولو د مديريت د ښه والي په پايله کې تر اوسه داخلي عوايد په ښه کچه کې ځاى لري او تمه ده چې د روان کال تر وروستيو پورې د ټاکلي هدف دوه چنده ته ورسېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.