ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست هوايي ډګر پر نړیوال ملکي هوايي ډګر بدلېږي

د خوست هوايي ډګر پر نړیوال ملکي هوايي ډګر بدلېږي

author avatar
21 Nov 2017 - 15:48
د خوست هوايي ډګر پر نړیوال ملکي هوايي ډګر بدلېږي
author avatar
21 Nov 2017 - 15:48

خوست ښار (پژواک، ۳۰ لړم ۶۹): د افغانستان د هوايي چلند اداره وايي، هڅه يې دا ده چې د خوست ملکي هوايي ډګر پر نړيوال ملکي هوايي ډګر بدل کړي.

دا څرګندونې د يادې ادارې رييس محمودشاه حبيبي نن د خوست په ملکي هوايي ډګر کې د الوتکې له ازمايښتي ناستې وروسته د دغه ولايت د دولتي چارواکو او عامو خلکو يوې غونډې ته وکړې.

محمودشاه حبيبي دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د ياد ملکي هوايي ډګر د ځغاستې چارې بشپړې او د د نننۍ ازمايښتي ناستې تر ارزونې وروسته به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

نوموړي وويل چې دغه رنوې يا ځغاست ليکه ۲۶۰۰ متره اوږدوالی او ۴۵ متره پلنوالی لري او د ۷۳۰ ميليونه افغانيو په لګښت سره يې د جوړېدو چارې د تېرو ۲۹ مياشتو په موده کې بشپړې شوې دي.

د هوايي چلند رييس محمود شاه حبيبي زیاته کړه، د دوی هڅه دا ده چې دا ملکي هوايي ډګر پر نړيوالو معيارونو برابر جوړ او بيا له دغه ځايه دوبۍ، قطر، هند او ځينو نورو هېوادونو ته نېغ په نېغه الوتنې ولري.

هغه وويل: ((له دې وروسته د ميدان لپاره د اطفايې برابرولو، د هوا پېژندنې ادارې ودانۍ جوړولو او د حلقوي سړک چارې به هم ډېرې ژر پيل شي او په بل پړاو کې بيا د اساسي ترمينل چارې شروع کېږي.))

که څه هم د رنوې د کيفيت په اړه له خلکو سره ځينې اندېښنې شته، خو محمودشاه حبيبي وويل چې رنوې کومه ستونزه نه لري او د هغو الوتکو د ناستې وړتيا لري چې ۲۵۰ کسان لېږدوي.

نوموړي زياته کړه: ((د دې لپاره چې الوتنې ژر پيل کړو، لومړی به دلته موقتي ترمينل جوړ کړو، څو الوتنې تنظيم کړو. د ډګر د ساتنې لپاره مو د کورنيو چارو وزارت څخه د پوره امنيتي پرسونل غوښتنه هم کړې ده.))

د خوست والي حکم خان حبيبي  وويل که چېرې د دغه هوايي ډګر چارې معياري ترسره شي، دا به د افغانستان پر اقتصادي او سوداګريز وضعيت په ښه کېدو کې ډېره مرسته وکړي.

حبيبي زياته کړه، دوی هڅه کوي چې د مسافرينو پر لېږ را لېږد سربېره د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د وارداتو او همدارنګه د صادراتو لپاره هم زمينه برابره کړي.

حبيبي وويل: ((زه په ډاډ سره وايم چې خوست به پر اقتصادي زون بدلېږي. ستاسو سوداګري به له دغه ځايه کېږي او نېغ په نېغه به له نړۍ سره تګ راتګ ولرئ.))

د خوست د هوايي ډګر پروژه په لومړيو کې دوه ځلې وځنډېده او بيا يې کارونه پيل شول، خو هغه مهال والي حکم خان حبيبي ويل چې د ځينو تخنيکي ستونزو له امله يې کارونه ځنډېدلي وو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.