د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د خراب امنيتي وضعيت له امله د هېواد په اقتصادي وده کې لږ زياتوالى راغلى

د خراب امنيتي وضعيت له امله د هېواد په اقتصادي وده کې لږ زياتوالى راغلى

Nov 21, 2017 - 15:49

کابل(پژواک،٣٠لړم ٩٦): نړيوال بانک د افغانستان اقتصادي وده د تېر کال د ٢،٢سلنې څخه په ٢٠١٧ کال کې ٢،٦سلنې ته اټکل کړې او وايي چې خراب امنيت وضعيت ددغه هېواد پر اقتصاد نا مطلوب اغېز کړى دى.

نړيوال بانګ په هغه راپور کې چې نن يې خپور کړى، ليکلي چې د افغانستان امنيتي وضعيت خراب شوى، دا چې د نا امنۍ او جرايمو د کچې لوړېدل نه پرېږدي چې په ٢٠١٤ کال کې د امنيتي مسووليتونو د لېږد له اغېزو څخه د متشبثينو او مستهلکينو باور چې په هغه کال له هېواده ډېر شمېر نړيوال ځواکونه ووتل- په بشپړه توګه اعاده کړي.

سرچينه ليکي د افغانستان اقتصادي وده، چې له ٢٠١٤ او ٢٠١٥ کلونو له کچې څخه، هغه مهال چې افغانستان له ٢٠٠٣ کال وروسته تر ټولو ټيټ رقم درلود، په نسبي ډول لوړه شوې ده.

په دغه راپور کې ويل شوي:" که امنيتي وضعيت د اوسنيو شرايطو په پرتله لا پسې بد نه شي اټکل کېږي چې په ٢٠١٨ کال کې د افغانستان د اقتصادي ودې کچه ٣،٢سلنه زياته شي. که څه هم چې دغه شمېره د ٢٠١٤ او ٢٠١٥ کلونو په پرتله د لوړې ودې ښودنه کوي، بيا هم د٢٠٠٣ او ٢٠١٣کلونو ترمنځ د ٩،٦سلنې اقتصادي ودې د منځنۍ کچې په پرتله څو چنده کمه ده."

منځمهاله اقتصادي وده به سوکه وي او تر ٢٠٢٠ کال پورې به يوازې ٣،٦سلنې ته ورسېږي.

په راپور کې راغلي:" په ورپسې کلونو کې په دې شرط ډېره وده کېږي چې امنيتي وضعې او سياسي ثبات کې ښه والى راشي، نړيوالې مرستې دوام ولري او د اصلاحاتو په دوامداره تطبيق کې پرمختګ  وشي."

نړيوال بانک وايي چې د افغانستان اقتصادي وده د مالي مديريت او پاليسۍ اصلاحاتو په ډګر کې د مشخصې لړۍ په خپلولو سره ډېرېداى شي.

سرچينې د بوديجې ښه تطبيق، د بوديجوي لګښتونو او سيمه ييزو پروګرامونو لپاره چې د ټولنې اړمنو کسانو ته رسېږي د مالي سرچينو ډېر تخصيص د ياد شويو تدابيرو په توګه ياد کړي دي.

په کابل کې د نړيوال بانګ ددفتر مشر شوبهم چوهدري ويلي دي چې خراب امنيتي وضعيت د اقتصادي ودې، کاري موکو او عامه خدمتونو د وړاندې کولو د دوام او تامين په لړ کې ددولت پر هڅو نېغ په نېغه اغېزه کړې ده.

هغه په ډاګه کړه:" موږ په ټول هېواد کې د سولې او ټيکاو رامنځ ته کېدو لپاره د دولت له ارادې او هوډ څخه مننه کوو او د دې هڅو اغېزمنتوب ته اړتيا ده، څو په اقتصادي ډګرونو کې دوامداره پرمختګونه رامنځ ته کړي. د سيمه ييزې حکومت والۍ ښه کېدل، د اصلاحاتو پراختيا، له فساد سره مبارزه او د خلکو د باور بېرته ترلاسه کول، سرتاسري سوکالۍ او دوامداره ودې ته د لاس رسي په موخه کليدي موارد ګڼل کېږي."

د راپور له مخې، د ٢٠١٧ کال د لومړۍ نيمايي تقريبي شمېر د اقتصادي فعاليتونو د کچې پيکه کېدل تاييدوي، په داسې حال کې چې د متشبثينو د ليدنو او اټکلونو فصلي سروې ګانې ښيي چې د ٢٠١٧ کال له لومړۍ تر دويمې ربعې د ٢٠١٦ کال د ورته وخت په پرتله د متشبثينو باور او تمايل لږ ټيټ دى.

سرچينې ليکلي چې د دولت له خوا د مالياتو تطبيق او راټولولو د مديريت د ښه والي په پايله کې تر اوسه داخلي عوايد په ښه کچه کې ځاى لري او تمه ده چې د روان کال تر وروستيو پورې د ټاکلي هدف دوه چنده ته ورسېږي.

په راپور کې راغلي: "په ٢٠١٤کال کې د عوايدو د کچې له ډېرې کمېدا وروسته، اوسمهال د درېيم پرله پسې کال لپاره د عوايدو راټولېدل په ښه توګه عملي کېږي. ترلاسه شوې شمېره د دې ښودنه کوي چې د ٢٠١٧ کال په لومړيو اتو مياشتو کې د کلني کورنيو عوايدو کچه ١٣سلنه (د تېر کال د ورته وخت په پرتله) وده کړې ده."

سرچينې وړاند وينه کړې ده:" صنايع به دوه سلنه وده ولري او د خدماتو د سکتور وده به ٣،٣سلنې ته ورسېږي په تېر کال کې د کرنې د ٦سلنه پام وړ ودې څخه تمه کېږي چې د سږ کال د کرنيزو محصولاتو وده لږ سوکه شوې ده او١،٥سلنې ته رسېږي."

په راپور کې راغلي چې د تورم کچه وروسته له دې چې د ١٣٩٥کال د ليندۍ په مياشت کې(٢٠١٦ډسمبر) له ٤،٥سلنې څخه د ١٣٩٦ کال د غويي په مياشت کې(٢٠١٧مې) ٧،٥سلنې ته لوړ شوې، د ١٣٩٥ کال د تلې په مياشت کې(٢٠١٧ سپټمبر) کې ٣،٨سلنې ته ټيټه شوې، د خوراکي توکو په ځانګړې توګه مېوو او سبو د بيو له لوړېدو وروسته  د ٢٠١٧ کال په لومړيو مياشتو کې د تورم بيه لږ زياته شوې وه.

دې ته په پام سره چې افغانستان د اړتيا وړ سون توکي او د غلو ځينې د اړتيا وړ توکي له بهير څخه واردوي، په نړيواله توګه د سون او غلو د بيو لوړېدل پر کورنيو بيو د پام وړ اغېزه لري.

خو سرچينه زياتوي، ښايي له غويي مياشتې راهيسې د هېواد په داخل کې د سون او خوراکي توکو په بيو کې د تورم کمېدل د افغاني راکړې ورکړې د بيو د کمېدو د بندښت لامل شي، په داسې حال کې چې د توکو نړيواله بيه ثابته پاتې شوې ده.

په راپور کې راغلي چې د ٢٠١٧کال په لومړۍ نيمايي کې د توکو د وارداتو د زياتېدو په سبب د تجارت کسر ډېر شوى او په دې وخت کې واردات شاوخوا ٩سلنه زيات شوي دي.

سرچينې زياته کړې چې ښايي د وارداتو زياتېدل دداخلي تقاضا د زياتېدو ښودنه هم وکړي او له بلې خوا د ٢٠١٦ کال له دسمبر څخه د ٢٠١٧ کال تر اګست پورې د شاوخوا ٧سلنه ناخالص ارزي زېرمو له لوري لوړ شوى وي چې ٧،٨ميليارده ډالرو ته رسېږي او د ارزي زېرمو دغه رقم د١٢مياشتو وارداتو سره برابر دى.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement