د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د خوست هوايي ډګر پر نړیوال ملکي هوايي ډګر بدلېږي

د خوست هوايي ډګر پر نړیوال ملکي هوايي ډګر بدلېږي

Nov 21, 2017 - 15:48

خوست ښار (پژواک، ۳۰ لړم ۶۹): د افغانستان د هوايي چلند اداره وايي، هڅه يې دا ده چې د خوست ملکي هوايي ډګر پر نړيوال ملکي هوايي ډګر بدل کړي.

دا څرګندونې د يادې ادارې رييس محمودشاه حبيبي نن د خوست په ملکي هوايي ډګر کې د الوتکې له ازمايښتي ناستې وروسته د دغه ولايت د دولتي چارواکو او عامو خلکو يوې غونډې ته وکړې.

محمودشاه حبيبي دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د ياد ملکي هوايي ډګر د ځغاستې چارې بشپړې او د د نننۍ ازمايښتي ناستې تر ارزونې وروسته به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

نوموړي وويل چې دغه رنوې يا ځغاست ليکه ۲۶۰۰ متره اوږدوالی او ۴۵ متره پلنوالی لري او د ۷۳۰ ميليونه افغانيو په لګښت سره يې د جوړېدو چارې د تېرو ۲۹ مياشتو په موده کې بشپړې شوې دي.

د هوايي چلند رييس محمود شاه حبيبي زیاته کړه، د دوی هڅه دا ده چې دا ملکي هوايي ډګر پر نړيوالو معيارونو برابر جوړ او بيا له دغه ځايه دوبۍ، قطر، هند او ځينو نورو هېوادونو ته نېغ په نېغه الوتنې ولري.

هغه وويل: ((له دې وروسته د ميدان لپاره د اطفايې برابرولو، د هوا پېژندنې ادارې ودانۍ جوړولو او د حلقوي سړک چارې به هم ډېرې ژر پيل شي او په بل پړاو کې بيا د اساسي ترمينل چارې شروع کېږي.))

که څه هم د رنوې د کيفيت په اړه له خلکو سره ځينې اندېښنې شته، خو محمودشاه حبيبي وويل چې رنوې کومه ستونزه نه لري او د هغو الوتکو د ناستې وړتيا لري چې ۲۵۰ کسان لېږدوي.

نوموړي زياته کړه: ((د دې لپاره چې الوتنې ژر پيل کړو، لومړی به دلته موقتي ترمينل جوړ کړو، څو الوتنې تنظيم کړو. د ډګر د ساتنې لپاره مو د کورنيو چارو وزارت څخه د پوره امنيتي پرسونل غوښتنه هم کړې ده.))

د خوست والي حکم خان حبيبي  وويل که چېرې د دغه هوايي ډګر چارې معياري ترسره شي، دا به د افغانستان پر اقتصادي او سوداګريز وضعيت په ښه کېدو کې ډېره مرسته وکړي.

حبيبي زياته کړه، دوی هڅه کوي چې د مسافرينو پر لېږ را لېږد سربېره د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د وارداتو او همدارنګه د صادراتو لپاره هم زمينه برابره کړي.

حبيبي وويل: ((زه په ډاډ سره وايم چې خوست به پر اقتصادي زون بدلېږي. ستاسو سوداګري به له دغه ځايه کېږي او نېغ په نېغه به له نړۍ سره تګ راتګ ولرئ.))

د خوست د هوايي ډګر پروژه په لومړيو کې دوه ځلې وځنډېده او بيا يې کارونه پيل شول، خو هغه مهال والي حکم خان حبيبي ويل چې د ځينو تخنيکي ستونزو له امله يې کارونه ځنډېدلي وو.

په همدې حال کې د خوست د ولايتي شورا غړي قمرعلي لکڼوال د ياد هوايي ډګر پر معياري کېدو خوښي وښوده او ويې ويل چې دا د بيارغونې د پرمختيايي پروژو په برخه کې د خوست لپاره لويه لاسته راوړنه ده.

نوموړي د هېواد د هوايي چلند له ادارې او ولسمشر وغوښتل چې د ياد هوايي ډګر معياري کېدو ته پوره پاملرنه وکړي او په پروژو کې يې د فساد مخنيوی وکړي.

هغه وويل: ((څو چې زموږ دا هوايي ډګر پر نړيوالو معيارونو برابر نه شي، موږ يې هېڅکله پرانيستنه نه کوو. زموږ غوښتنه دا ده چې د هوايي ډګر د کيفيت برخې ته ډېره پاملرنه وشي.))

په همدې حال کې د خوست له يو شمېر خلکو سره د هوايي ډګر د رنوې د کيفيت په اړه له دې امله اندېښنې زياتې دي چې په هغه معيار نه ده جوړه شوې کومه چې په قرارداد کې ساختماني شرکت ته ورکړل شوې وه.

خو د هوانوردۍ اداره او د شرکت مسوولين وايي چې رنوې د کيفيت له پلوه جدي ستونزه نه لري او د الوتکو د کېناستو لپاره بشپړه د استفادې وړ ده.

د خوست ملکي هوايي ډګر د جوړېدو پروژه په دغه ولايت کې د بيارغونې د پروژو په لړ کې تر ټولو جنجالي پروژه بلل کېږي چې د کيفيت او په کې د شوي فساد له کبله د خلکو له نيوکو سره مخ ده.

همدې ستونزې ته په کتو سره ولسمشر اشرف غني هم څو ځلې د يادې پروژې په اړه بېلابېلې څرګندونې کړې او ويلي يې دي چې د خوست د هوايي ډګر د جوړېدو پروژه د مافيايي کړيو لاسته لوېدلې.

که څه هم ولسمشر اشرف غني ولايتي ادارې ته سپارښتنه کړې وه چې ياده موضوع په پوره دقت سره وڅېړي، خو ظاهراً د يادې پروژې په اړه شوې څېړنې له رسنيو سره نه دي شريکې شوې.

د دې تر څنګ د خوست پخواني والي عبدالجبار نعيمي هم له پژواک اژانس سره په خبرو کې ويلي وو چې ياده پروژه د ځينو مافيايي کړيو لاسته لوېدلې وه او په قرارداد کې يې معاملې شوې دي.

په ورته وخت کې د خوست د ولايتي شورا ځيني غړي وايي چې د رنوې د جوړولو پر مهال له يادې پروژې د څارنې صلاحيت له ولايتي ادارې او ولايتي شورا څخه اخيستل شوی و او د هوايي چلند ادارې پر غاړه اخيستی و.

د دې شورا يوه غړي قمرعلي لکڼوال پژواک اژانس ته وويل چې له همدې امله د خوست هوايي ډګر د جوړېدو د چارو د کيفيت په اړه پوره باور نه لري.

د دغه ولايت اوسېدونکي محمد زمان نظري له پژواک اژانس سره په خبرو کې وويل چې په دغه ولايت کې د ملکي هوايي ډګر شتون د خوستي مسافرو لپاره حياتي ارزښت لري.

هغه وويل چې دغه هوايي ډګر د ټولو خوستوالو ارمان و او له مرکزي دولت څخه يې وغوښتل چې د هوايي ډګر لپاره د ترمينل تر څنګ ټولې هغه اړتيا په نظر کې ونيسي چې د هوايي ډګر لپاره اړينې دي.

هغه زياته کړه: ((هره ورځ سلګونه مسافر کابل او بيا په موټرو کې ستړي ستومانه خوست ته راځي. اوس چې هوايي ډګر جوړ شو، نه يوازې د مسافرو ستونزې به هوارې شي، بلکې د سوداګرۍ په پراختيا کې به هم مرسته وکړي.))

ځينې شمېرې ښيي چې خوست دا مهال له نورې نړۍ پرته يوازې په متحده عربي اماراتو کې تر سل زره ډېر مسافر لري او هيله يې دا ده چې نېغ په نېغه له هغه هېواده خپل ولايت ته الوتنې ولري.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement