کندوز (پژواک، ٣٠ لړم ٩٦): د کندوز د استيناف څارنوالۍ چارواکي وايي چې د دغه ولايت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست درې مديران د اداري فساد په تور نيول شوي او درې نور تښتېدلي دي.
د دغه ولايت د استيناف څارنوال محمدعارف مبشر د لړم په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د لويې څارنوالۍ له حکم سره سم يې د کرنې او مالدارۍ په رياست کې پلټنې پيل کړې وې.
هغه وايي: ((په پايله کې د پروژو د پيسو حيف او ميل، د جعلي اسنادو جوړولو او اختلاس په مواردو کې موږ شپږ مديران په نښه کړل.))
ده زياته کړه چې له شپږو کسانو څخه درې تنه نيول شوي او پاتې نور تښتېدلي دي.
نوموړي له کشفي ارګانونو غوښتنه وکړه چې تښتېدلي مديران هر څو ژر پيدا او د قانون منګولو ته يې وسپاري.
خو بل لور ته د کندوز ولايت د کرنې او مالدارۍ رياست په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن