ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“په افغانستان کې د انساني قاچاق پېښې مخ په کمېدو دي”

“په افغانستان کې د انساني قاچاق پېښې مخ په کمېدو دي”

author avatar
21 Nov 2017 - 16:05
“په افغانستان کې د انساني قاچاق پېښې مخ په کمېدو دي”
author avatar
21 Nov 2017 - 16:05

جلال اباد (پژواک، ۳۰ لړم ۹۶): د بېړنيو مرستو او پراختيا اداره وايي، په هېواد کې د تېرو کلونو په پرتله د انساني قاچاق پېښې مخ په کمېدو دي او لامل يې هم په دې برخه کې عامه پوهاوى دی.

د دې ادارې مسوولينو دا څرګندونې د لړم په ۳۰مه په جلال اباد ښار کې له انساني قاچاق سره د مبارزې لپاره د عامه پوهاوي د لوړوالي په اړه جوړې شوې غونډه کې وکړې.

د بېړنو مرستو او پراختيا ادارې استازي احمد شبير ساپي وويل، ياده غونډه يې په دې موخه رابللې، څو له انساني قاچاق سره د مبارزې اړوندو ادارو ته د دې برخې د لا کنټرول په اړه معلومات ورکړي.

نوموړی دغه راز وايي، غونډې ته يې يو شمېر عام خلک هم ور غوښتي چې هغوی هم د انساني قاچاق په اړه معلومات ترلاسه کړي او پر وړاندې يې مبارزه وکړي.

د ساپي د معلوماتو له مخې، هر کال د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د نړۍ په کچه د انساني قاچاق په تړاو سروې کوي چې اوس په کې افغانستان د انساني قاچاق د کمو قضيو لرونکو هېوادونو په ډله کې راځي.

دی وايي: ((د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په هر هېواد کې خپل ټېم لري، سروې کوي او بيا يې درجه بندي کوي، ټاير ون، ټاير ټو او ټاير ټو واچلس د دوی کټګورۍ دي چې پخوا افغانستان په ټاير ټو واچلس درجه کې و، خو له ۲۰۱۶ کال راهيسې يې ټاير ټو درجې ته ارتقا کړې ده.))

هغه وايي، اوله درجه د انساني قاچاق د نه موجوديت، دويمه يې د لږ موجوديت او درېيمه درجه یې د ډير موجوديت او څارنې ده چې اوس افغانستان له دې ډلې بهر شوی دی.

په همدې حال کې د ننګرهار سرپرست مرستيال والي عبدالله رقيبي وايي چې افغان حکومت د انساني قاچاق د مخنيوي په برخه کې پوره هڅې کوي او په دې برخه کې یې د انساني قاچاق او مهاجرت قاچاق په نوم يو قانون هم تصويب کړی دی.

نوموړي وويل، اوس هم انساني قاچاق قضيې موجودې دي، خو ياده چاره تر ډېره په نا امنو سيمو کې ترسره کېږي.

هغه ډاډ ورکړ چې په لرو پرتو سيمو کې د انساني قاچاق قضيو د کنټرول په خاطر د ننګرهار ولايتي اداره د پراخو اقداماتو پلان لري او په نږدې راتلونکي کې به دغه چارې عملي شي.

د يادې غونډې ګډونوال وايي، چې د انساني قاچاق په تړاو د عامه پوهاوي پر ځای دې دولتي ادارې عملي اقدامات ترسره کړي.

د ننګرهار د ځوانانو چارو امر مطيع الله احمدزی وايي چې د عامه پوهاوي په برخه کې ډېر کار شوی او هر شخص پر دې موضوع پوهېدلی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.