کابل (پژواک، ٣٠ لړم ٩٦): د افغانستان د سولې او مطالعاتو موسسه وايي چې په دوبۍ کې د افغان سياستوالو او طالب استازو تر منځ د سولې کېدونکې غونډه ځنډلې ده.
د يادې موسسې له خوا د لړم په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، ټاکل شوې وه چې دا غونډه د نومبر مياشتې په لومړيو کې ترسره شي.
سرچينې زياته کړې، په دې غونډه کې د افغانستان سياستوال، مدني ټولنو او د طالبانو د سياسي دفتر تر منځ غير رسمي مشورتي ناسته پلان شوې وه.
خو د افغانستان د سولې او مطالعاتو موسسه وايي چې د ځينو لوژستيکي ستونزو له امله دغه غونډه ځنډېدلې ده. نوې نېټه او ځاى به وروسته اعلان کړي.
يادې موسسې هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې په دې غونډه کې د افغانستان د سولې شورا او طالب استازي رسمي خبرې پلان شوې وې.
سرچينه وايي چې په دې غونډه کې ټول ګډونوال په شخصي ډول خپل شخصي نظريات څرګندول.
د يادونې ده، تر دې مخکې دا ډول په قطر، دوبۍ، اسلام اباد، جرمني او فرانسې کې د پګواش نړيوالې موسسې لخوا ترسره شوې دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن