ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په سرپل کې جنايي جرمونه ٤٠ سلنه کم شوي

په سرپل کې جنايي جرمونه ٤٠ سلنه کم شوي

author avatar
21 Nov 2017 - 14:59
په سرپل کې جنايي جرمونه ٤٠ سلنه کم شوي
author avatar
21 Nov 2017 - 14:59

سرپل (پژواک، ٣٠ لړم ٩٦): د سرپل ولايت امنيتي چارواکي وايي چې په تېرو اتو وروستيو مياشتو کې د جنايي جرمونو کچه ٤٠ سلنه کمه شوې او زياتوي چې په دغه وخت کې په ياد ولايت کې د ١٢٠ جنايي قضيو په تړاو ٦٨ کسان نيول شوي دي.

د سرپل ولايت د امنيې قوماندانۍ سرپرست سمونوال غلام سخي نيکپی له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې په يادو ١٢٠ قضو کې قتل، ټپي کېدل، غلان، لواطت، زنا او نور شامل دي.

هغه د دغو قضيو په اړه د جزئياتو له ورکولو پرته وويل چې په اړه يې ٤٧ سړي او ٢١ ښځې نيول شوې دي.

نوموړي د خپلو خبرو په دوام کې زياته کړه چې نيول شوي کسان يې د دوسيو له بشپړېدو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته ور پېژندلي دي.

هغه د تېر کال د وروستيو اتو مياشتو د جنايي جرمونو شمېر روښانه نه کړ، خو د روان کال په لومړيو اتو مياشتو کې د څلوېښت سلنه کموالي ته په پام سره ويلاى شو چې په دغه ولايت کې د تېر کال په لومړيو اتو مياشتو کې شاوخوا ١٦٨جنايي پېښې ثبت شوې وې.

په ورته وخت کې د سرپل د ولايتي شورا غړي محمدعلي حکيمي پژواک ته وويل، که امنيتي ارګانونه د غير مسوولو وسله والو کسانو د تګ راتګ مخه ونه نيسي، د جرمونو کچه به زياته شي.

هغه په سرپل ولايت کې د غير مسوولو وسله والو کسانو د شتون په اړه اندېښنه په ډاګه کړه او ويې ويل: "اوس په سرپل کې د امنيتي ځواکونو دوه چنده کسان وسله وال دي؛ دا خپله د اندېښنې وړده."

له بلې خوا په سرپل ولايت کې يوه مدني فعال حکمت الله حيدري په دغه ولايت کې د خراب امنيتي وضعيت څخه د اندېښنې په څرګندولو سره وايي چي اوسمهال د دغه ولايت ډېرې سيمې ددولت د وسله والو مخالفينو په کنټرول کې دي.

د هغه په وينا، د سرپل ولايت امنيتي چارواکي بايد د خلکو باور خپل کړي؛ له دې پرته به جرمونه کم نه بلکې زيات شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.