ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډاکتر عبدالله: د ترهګرو د مالي ملاتړ له مخنیوي پرته ثبات راتلل ناممکن دي

ډاکتر عبدالله: د ترهګرو د مالي ملاتړ له مخنیوي پرته ثبات راتلل ناممکن دي

author avatar
21 Nov 2017 - 12:40
ډاکتر عبدالله: د ترهګرو د مالي ملاتړ له مخنیوي پرته ثبات راتلل ناممکن دي
author avatar
21 Nov 2017 - 12:40

واشنګټن (پژواک، ٣٠ لړم ٩٦): د افغانستان د حکومت اجرائيه رييس وايي، تر هغه پورې په سيمه کې سوله او ثبات نه راځي، څو چې د ترهګرو د مالي ملاتړ مخه ونه نيول شي او د هغوى خوندي ځالې له منځه وړل شوې نه وي.

د افغانستان د حکومت اجرائیه رييس  ډاکتر عبدالله عبدالله په نيويارک کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ ځانګړې غونډې ته په خپله وينا کې کړې دي.

هغه زياته کړې، افغانستان هېڅکله له يوه هېواد سره داسې اړيکې نه جوړوي چې له نورو هېوادونو سره يې اړيکې تر سيوري لاندې راولي.

نوموړي ويلي: "موږ له پخوا راهيسې ويلي چې له ټولو هېوادونو سره ښې او د ملګرتيا اړيکې غواړو، موږ ډېره هڅه کړې چې دغه کار په ويلو او عمل دواړو کې ثابت کړو."

اجرائیه رييس وايي، په افغانستان کې هېڅ ډول ښه او بد ترهګر او سخت دريځي  نشته او نه هم چا ته د نيابتي جګړې اجازه ورکوي.

ده زياته کړې: "موږ بايد له ټولو ترهګرو ډلو سره په يوه ډول له کوم توپير پرته مبارزه وکړو، نه دا چې له يوې ډلې سره مبارزه وکړو او له بلې ملاتړ وکړو."

عبدالله د کوم هېواد نوم وانه خيست، خو ا شاره يې پاکستان ته وه، چې د دغه هېواد ځينو چارواکو د ښو او بدو طالبانو په اړه څرګندونې کړې دي.

 د هغه په وينا، افغانستان پر دې باور دى چې د سيمې د سولې او ثبات لپاره اړينه ده چې د ټولو ترهګرو او د هغوى د خوندي ځالو د له منځه وړو لپاره صادقانه مبارزه وشي او د ترهګرو مالي سرچينې له منځه يووړل شي.

د حکومت اجرائيه رييس وايي، د افغانستان د نوې ملي امنيتي ستراتيژۍ موخه هم دا ده چې ترهګرو ته ماتې ورکړل شي او د ولسمشر په همکارۍ تاوتريخوالى له منځه يووړل شي.

عبدالله د ملګرو ملتونو عمومي ځانګړې غونډې ته د افغانستان د وروستي امنيتي حالت په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل چې افغان ملي ځواکونو د وسله والو طالبانو، داعش او حقاني ډلې لوى بريدونه شنډ او پر شا تمبولي دي.

هغه زياته کړې: "موږ له يوې ډلې سره مخامخ نه يو، بلکې له ګڼ شمېر ترهګرو ډلو سره مبارزه کوو، چې له بېلابېلو اړخونو يې ملاتړ کوو او جلا موخې لري."

اجرائیه رييس د هېواد امنيت تر نورو مسئلو لومړی وباله او ويې ويل چې د ملګرو ملتونو له ټول توان څخه به د ترهګرۍ له ټولو ډولونو سره د مبارزې په برخه كې پوره کار واخلي؛ ځکه د خلکو د ثبات او ارامۍ لپاره دا يوازېنی تضمين دی.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.