کابل (پژواک، ٣٠ لړم ٩٦): د اندونيزيا ولسمشر وايي چې د سولې، پخلاينې او قومي توپيرونو د ستونزو هوارولو په برخو کې له افغان حکومت سره خپلې تجربې شريکوي او ورسره مرستې کوي.
د اندونيزيا د بهرنيو چارو وزارت يوې سرچينې د لړم په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ولسمشر جوکو ويدودو دغه څرګندونې پرون په پلازمېنه جاکارتا کې د افغان سولې عالي شورا له پلاوي سره د ليدنې پر مهال کړې دي.
د افغانستان د سولې عالي شورا د مشر کريم خليلي په مشرۍ يو لوړ پوړى پلاوى دوه ورځې مخکې اندونيزيا ته تللى دى.
سرچينې زياته کړې چې د اندونيزيا له ولسمشر سره په دې ليدنه کې د دغه هېواد مرستيال ولسمشر او ګڼ شمېر نورو چارواکو برخه درلوده.
د اندونزيزيا ولسمشر جوکو ويديدو په دې ليدنه کې د افغان پلاوي د هرکلي تر څنګ وويل، هېواد يې چمتو دى د سولې په پروسه کې له افغان حکومت سره مرسته وکړي.
هغه زياته کړې: "موږ غواړو چې د افغان سولې او پخلاينې په پروسه کې خپل رول ترسره کړو، زه به د افغانستان له غوښتنو سره سم مرسته او همکاري کوم او اندونيزيا چمتو ده چې په دې اړه د افغان لوري غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي."
جوکو ويديدو ويلي، هېواد يې دې ته هم چمتو دى، د سولې، شخړو او د قومي توپيرونو په برخه کې خپلې تجربې له افغان حکومت سره شريکې کړو.
اندونيزيا ته تر روانېدو مخکې د افغان سولې عالي شورا منشي امين الدين مظفري پژواک خبري اژانس ته ويلي وو چې د اندونيزيا يوه ولايت له خپل حکومت سره ٤٠ کاله جنګونه کړي، خو وروسته يې شخړه د سولې د خبرو اترو له لارې هواره شوه.
د نوموړي په وينا، د سولې عالي شورا غواړي چې د سولې په اړه د اندونيزيا له دې تجربې په ګټې اخيستنې په افغانستان کې د سولې پروسه ګړندۍ کړي.
بلخوا په کابل کې د اندونيزيا سفارت د افغانستان او اندونيزيا ولسمشرانو په جاکارتا کې د ليدنې پر مهال د سولې په پروسه کې د همکاريو او د سولې شورا د پلاوي د سفر پرېکړه کړې وه.
سرچينې زياته کړې وه چې له دغه سفر څخه موخه د سولې او ملي پخلاينې په برخه کې د يو بل له تجربو ګټه اخيستنه ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن