کابل(پژواک،٣٠لړم٩٦): مشرانو جرګې د ١٣٩٧کال د ملي بوديجې طرحه د ځينو وړانديزونو په وړاندې کولو سره تاييد کړه او ټاکل شوې ده چې سبا ولسي جرګې ته وړاندې شي.
د افغانستان مالي کال د مرغومې په لومړۍ نېټه پېل کېږي.
د راتلونکې مالي کال د بوديجې طرحه چې ٣٥٧.٦ميليارده افغانۍ عادي او انکشافي بوديجه په کې شامله ده او د روان کال د بوديجې په پرتله له ٢٢سلنه ډېر کموالى لري، د لړم په ١٥مه نېټه مشرانو جرګې ته وړاندې شوه.
د راتلونکي کال په بوديجه کې ٢٦٧ميليارده افغانۍ عادي او له ٩٠ميليارده افغانيو ډېره انکشافي بوديجه شامله ده.
د ماليې وزارت د معلوماتو له مخې، ددغې بوديجې ١٦٩ميليارده افغانۍ چې د ټولې بوديجې له ٤٧سلنه ډېره برخه جوړوي، له کورنيو عوايدو او پاتې نوره يې د مرستندويانو له خوا تمويلېږي.
د مشرانو جرګې ځينو غړيو د يادې شوې جرګې په نننۍ ناسته کې د راتلونکي کال د بوديجې طرحه نا انډوله وبلله .
مشرانو جرګې خپل ليکلي وړانديزونه ماليې وزارت ته وسپارل، خو په دې اړه يې جزييات وړاندې نه کړل.
د ماليې وزير محمد اکليل حکيمي د يادې شوې جرګې په نننۍ ناسته کې وويل، ياد شوي وړانديزونه به تر ممکن حده په پام کې ونيول شي.
هغه دغه راز وويل چې د راتلونکې کال د بوديجې په طرحه کې ډېر پام هغو ولايتونو ته شوى چې کم انکشاف يې کړى او دا ډول ولايتونو ته د روان کال دوه چنده بوديجه په پام کې نيول شوې ده.
د هغه په خبره، د بوديجې په طرحه کې انډول په پام کې نيول شوى او ټاکل شوې چې په راتلونکي کال کې د ټول هېواد ٢٥٠٠کلي د ولسي تړون له پروژو څخه برخمن شي.
بالاخره د مشرانو جرګې د غړيو د وړانديز له مخې، د بوديجې طرحه رايې اخيستنې ته وړاندې شوه او په اکثريت رايو سره تاييد شوه.
د اساسي قانون د ٩٨مادې له مخې، ددولت بوديجه او انکشافي پروګرامونه مشرانو جرګې او ددغې جرګې له نظر او مشورې وروسته ولسي جرګې ته وړاندې کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن