کابل(پژواک، د ليندۍ لومړۍ نېټه ٩٦):د کورنيو چارو وزارت قرار دادي شرکتونو د ملي شورا مخې ته په اعتراض کولو سره ادعا وکړه چې دغه وزارت له درې کلونو را هيسې د دوى اووه ميليارده افغاني نه ورکوي.
دغه دوه شرکتونه د "افغانستان نوين" ساختماني شرکتونو د ټولنې غړي دي.
د دې ټولنې مشر ضياءالحق ستانکزي وويل چې د کورنيو چارو وزارت له درې کلونو راهيسې د هېواد په مختلفو سيمو کې له دوى څخه سمنټي ديوالونو د اخيستلو، ساختماني کارونو او سړکونو د جوړېدو له امله ددغو شرکتونو ٧ميليارده او سل ميليونه افغانۍ پوروړى دى.
هغه زياته کړه:" ټولو ارګانونو ته مو شکايت کړى؛ خو زموږ غږ يې نه دى اورېدلى، د ملت د کور له استازو څخه غواړو چې زموږ ستونزه دې حل کړي؛ له دې پرته به ټول هغه سيمنټي ديوالونه لرې کړو چې د پارلمان چاپېر ولاړ دي."
د هغه په وينا، د کورنيو چارو وزارت په داسې حال کې د دغو شرکتونو پيسې نه ورکوي چې د ياد شويو پروژو د تطبيق په وخت کې د دولت د وسله والو مخالفينو له خوا د دوى يوشمېر ملګري وژل شوي دي.
د يادې شوې ټولنې غړي او اعتراض کونکي سيدجواد حيدري وويل:" کار مو بشپړ کړى او اوس چې د کورنيو چارو وزارت ته ورځو وزير زموږ غږ نه اوري، مرستيال صيب مو نه ويني، ولسمشرۍ ماڼۍ ته مو شکايت کړى هېچا زموږ غږ نه دى اورېدلى او اوس د عدالت غوښتنې لپاره د ملت کور ته راغلو چې زموږ غږ واوري."
هغه وويل چې ياد شوو شرکتونو په ډېرو بدو امنيتي شرايطو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې پوځي تاسيسات، روغتونونه، زندانونه او نور جوړ کړي او يا يې بيا رغولي دي؛ خو اوس يې هېڅوک پيسې نه ورکوي.
يوشمېر نورو اعتراض کوونکو چې شمېر يې شاوخوا دوه سوه تنو ته رسېده، هم ورته څرګندونې کولې.
دوى خبردارى ورکوي چې که ملي شورا ددې ستونزې د حل په اړه اقدام ونه کړي، د ملي شورا چاپېر سيمنټي ديوالونه به لرې کړي او ددې شورا مخې ته د تحصن خېمه دروي.
د ظاهر قدير په مشرۍ د ولسي جرګې پلاوي له اعتراض کوونکو سره وکتل.
ظاهر قدير وويل چې ولسي جرګه دغه موضوع په جدي توګه تعقيبوي او راتلونکې اوونۍ د ماليې او کورنيو چارو وزيران او د "سيستيکا" استازى د جرګې غونډې ته رابولي څو شرکتونو ته د پيسو د نه ورکولو لامل روښانه کړي او ډاډ ورکړي چې دغه پيسې څه وخت ورکوي.
په ورته وخت کې د مشرانو جرګې منشي طيب عطا هم له اعتراض کوونکو سره ژمنه وکړه چې دوى د دې موضوع د تعقيبولو لپاره يو پلاوى ټاکي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن