مزارشريف (پژواک،د ليندۍ لومړۍ نېټه، ۹۶) : د نفوسو د احوال ثبت ادارې مسوولين وايي چې په ټول هېواد کې د تذکرو د وېش لپاره بشپړ چمتوالی لري.
دوی که څه هم د يادې لړۍ د پيل په تړاو د ځينو تخنيکي ستونزو يادونه وکړه؛ خو حل کېدو ته يې هيله من وو.
د ليندۍ په لومړۍ نېټه بلخ ولايت ته د نفوسو د احوال ثبت ادارې يوه پلاوي په دغه ولايت کې د يادې ادارې د ودانۍ پرانيستلو په موخه سفر درلود.
دغه پلاوي په بلخ کې په کمپيوټري بڼه د اوسنيو تذکرو د قلمي نسخو د بدلېدو لړۍ هم پيل کړه.
د يادې پلاوي مشر، د نفوسو د احول ثبت ادارې مرستيال محمد کريم سيغاني پژواک خبري اژانس ته وويل، په ټول هېواد کې د تذکرو د وېش په تړاو کومه جدي ستونزه نشته.
نوموړي زياته کړه، د تذکرو د جوړېدو او وېش پروسه په تخنيکي اړخ کې هېڅ ستونزه نه لري، بلکې هغه په دې تړاو د بشپړ چمتوالي ډاډ ورکړ.
سيغاني وويل، دوی د ولسي او مشرانو جرګې تر منځ د تذکرو په تړاو د جوړېدونکې کمېټې فيصلې ته انتظار دي.
ولسي جرګې په تذکره کې د افغان او اسلام کلمې له يادولو سره مخالفت ښودلی وو چې په تړاو يې د هېواد په کچه په ځينو ولايتونو کې غبرګونونه وښودل شول.
خو مشرانو جرګې بيا په تذکرو کې د ملت په توګه د افغان کلمې او د اسلام دين يادونه اړينه وبلله.
سيغاني وويل،د همدې ستونزې د حل په موخه دواړه جرګې يوه کمېټه جوړوي.
نوموړي زياته کړه،د همدې کمېټې تر پرېکړې وروسته به د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان له مخې په ټول هېواد کې د تذکرو د وېش لړۍ له کابله پيل کړي.
د تذکرو د وېش لړۍ د تېر حکومت له مهال راهيسې له بېلا بېلو ستونزو سره مخ شوې چې اوسني حکومت هم تر دې دمه نه ده حل کړې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن