ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​افغانستان کې تر شپږ ميليونو ډېر ماشومان له ستونزو او تاوتريخوالي سره مخ دي

​افغانستان کې تر شپږ ميليونو ډېر ماشومان له ستونزو او تاوتريخوالي سره مخ دي

author avatar
22 Nov 2017 - 16:20
​افغانستان کې تر شپږ ميليونو ډېر ماشومان له ستونزو او تاوتريخوالي سره مخ دي
author avatar
22 Nov 2017 - 16:20

کابل (پژواک،دليندۍ لومړۍ نېټه ۹۶): چارواکي وايي،سره له دې چې افغانستان کې د ماشومانو د ژوند د ښه والي مناسب حقوقي بستر رامنځته شوى خو بيا هم تر شپږ ميليونو ډېر له ستونزو او تاوتريخواليو سره مخ دي.

چارواکو دغه څرګندونې نن کابل کې په هغه غونډه کې وکړې چې د ماشوم د نړيوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې وه.

د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش په دې غونډه کې وويل چې افغانستان کې جګړې او اقتصادي ستونزې د دې لامل شوي چې ماشومان له ستونزو سره مخ شي.

د ده په وينا، په افغانستان کې تر درې ميليونه ډېر ماشومان له زده کړو بې برخې دي،۱.۲ ميليونه په درنو او سختو کارونو بوخت دي او هر کال په هېواد کې د بېلابېلو عواملو له امله۸۰ زره ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

هغه همداراز په نشه يي توکو روږدي کېدل، انسان تښتونې او ناوړه کړو ته اړ ايستل هم د ماشومانو پر وړاندې پرتې ستونزې وبللې.

دى وايي چې د دولت وسله وال مخالفين له ماشومانو په بريدونو او جګړو کې کا ر اخلي.

ده وويل، د ماشومانو ستونزې په داسې حال کې دي چې د هغوى د ژوند د ښه والي په موخه په هېواد کې مناسب بستر رامنځته شوى او افغانستان کې په نهو برخو کې د ماشومانو له حقونو قانوني ملاتړ شتون لري او افغانستان د ماشومانو د ملاتړ له ټولو نړيوالو کنوانسيونونو او معاهدو سره يو ځای شوی دی.

همداراز د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت مالي مرستيال لعل الدين اريوبي په دې ناسته کې وويل چې افغانستان کې تر شپږ ميليونو ډېر ماشومان په ۲۳ برخو کې له ګڼو ستونزو او تاوتريخواليو سره مخ دي.

خو هغه زياتوي چې د ماشومانو د ژوند ښه والی د ولسمشر د کار په لومړيتوبونو کې دی او په دې اړه دوی هم اړينې کړنې ترسره کړې دي.

دی وايي چې  د ماشوم د ملاتړ قانون وزيرانو شورا تصويب کړى او دغه مصوبه ملي شورا ته استول شوې ده.

د ده په اند، که دغه مصوبه تر قانوني پړاوونو وروسته عملي شي نو د ماشومانو په ژوند کې به ډېر مثبت بدلونونه راشي.

په ولسي جرګه کې د بشري حقونو د کمېسيون مشرې فوزې کوفي وويل، په هېواد کې د ماشوم پر وړاندې ستونزې يوه فاجعه ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.