ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د ښځينه پوليسو شمېر زياتېږي

خوست کې د ښځينه پوليسو شمېر زياتېږي

author avatar
22 Nov 2017 - 16:25
خوست کې د ښځينه پوليسو شمېر زياتېږي
author avatar
22 Nov 2017 - 16:25

خوست ښار (پژواک، د ليندۍ لومړۍ نېټه ۹۶): د خوست امنيتي چارواکي وايي، هڅې يې پيل کړې  چې په دغه ولايت کې د ښځينه پوليسو شمېر زيات کړي.

هغوی دا څرګندونې نن دليندۍ په لومړۍ نېټه په همدې اړه د عامه پوهاوي يوې غونډې ته وکړې، چې ددې ولايت پر امنيتي او ملکي چارواکو سربېره ګڼو مېرمنو په کې برخه اخيستې وه.

د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت پژواک خبري اژانس ته وويل، دا مهال د خوست په امنيه قوماندانۍ کې ۱۶ ښځينه پوليسې دندې لري او لسګونه مېرمنې نورې دې ته چمتو دي چې د پوليسو په ليکو کې شاملې شي.

قوماندان فيض الله غيرت زياتره کړه، د ښځينه پوليسو لپاره ځانګړي امتيازات په نظر کې نيول شوي، خو تر ټولو ستر خنډ چې د پوليسو ليکو ته د ښځينه وو د ګومارنې مخه نيسي، هغه کلتوري مسايل دي.

هغه وايي: ((ښځينه پوليسې د مسلکي او عملي زده کړو لپاره د ترکيې هېواد او د کابل د پوليسو اکاډمۍ ته لېږل کيږي او د ليسانس ترکچې زده کړې ورکول کيږي. معاش يې دوه چنده دی، دفترونه يې جلا دي او نورې اسانتياوې ورته په پام کې لري.))

کامله هغه کونډه هغه مېرمن ده چې له تېرو ۱۲ کلونو راهيسې د خوست امنيه قوماندانۍ د پوليسې په صفت دنده ترسره کوي. هغه له نورو مېرمنو هم غواړي چې د پوليسو په ليکو کې شاملې شي او له دې لارې دې خپل هېواد ته خدمت وکړي.

هغه زياتوي: ((د تېرو لسو او دوولسو کلونو په جريان کې زماپه دنده کې کوم مشکل نه دی پيدا شوی، له خپلې دندې خوشحاله يم ، خپله کورنۍ وساتم او وطن ته خدمت کوم، چې ښځو ته کوم مشکل پېښ نه شي.))

يوې بلې ښځينه پولیسې هم د نوم نه ښودو په شرط پژواک اژانس ته وويل، له خپل هېواد سره د زياتې مينې او د کورنۍ لپاره د حلالې نفقې پيدا کولو دې ته وهڅوله، چې د پوليسو په ليکو کې ځان شامل کړي.

دې زياته کړه : ((زه وياړم چې د خپل هېواد خدمت کوم. له نورو خويندو مې هم دا غوښتنه ده چې که څوک په دولت کې دنده ترسره کړي او خپل هېواد ته خدمت وکړي، نو را دې شي دې کې خو کوم مشکل نشته.))

د خوست امنيې قوماندانۍ چارواکي وايي،اوس مهال د خوست په امنيه قوماندانۍ کې ۱۶ ښځينه پوليسې دندې لري، خو په تشکيل کې ۷۵ کسه نيول شوې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.