کابل (پژواک د ليندۍ لومړۍ نېټه ٩٦): د اندونيزيا د علماوو شورا او د سولې عالي شورا په ګډه ناسته کې د افغانانو په مشرۍ افغانستان کې د سولې او پخلاینې په اړه د لا ډېرو هلو ځلو په کولو ټینګار وشو.
د بهرنيو چارو وزارت له خوا پژواک خبري اژانس ته په رارسېدلې خبرپاڼه کې راغلي، چې د اندونيزيا د ولسمشر په بلنې، د محمد کريم خليلي په مشرۍ د افغانستان د سولې عالي شورا له خوا يو لوړپوړي پلاوي د لړم په ٢٩مه دې هېواد ته سفر وکړ چې د ليندۍ تر ٤مې به دوام وکړي.
سرچينه کاږي، دې پلاوي د اندونيزيا د علماوو په هغې غونډه کې ګډون وکړ چې د دې هېواد د ولسمشر له خوا برابره شوې وه. په دې غونډه کې د سولې عالي شورا ته فرصت برابر شو ترڅو د اندونيزيا د علماوو له تجربو او نظريو څخه ګټه واخلي.
سرچينه زياتوي، په دې ناسته کې د زغم او يو بل منلو، منځلارېتوب، ملت جوړونې او همداراز د شخړو او لانجو په هوارولو کې د علماوو په رول په ځانګړي ډول په افغانستان کې د سولې رامنځ ته کولو په اړه بحث او خبرې وشوې.
د خبرپاڼې په حواله، دواړو لورو د افغانانو په مشرۍ په افغانستان کې د سولې او پخلاينې په اړه د لا ډېرو هلوځلو په کولو او همداراز په دې برخه کې د سولې عالي شورا په رول ټينګار وکړ.
دواړو خواوو په افغانستان کې د دوامداره سولې په پام کې نيولو سره په اندونيزيا کې د هغې غونډې ملاتړ او د اسانتياوو برابرولو ژمنه وکړه چې له لارې به يې په افغانستان او ټوله نړۍ کې د سولې او پخلاينې لپاره د سيمې او نړۍ د اسلامي علماوو ترمنځ عمومي اجماع رامنځ ته کړي.
په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د علماوو د تګ راتګ هوکړه وشوه او هم اندونيزيا په افغانستان کې د علماوو د وړتياوو او رول پياوړي کولو په موخه يو لړ برنامې وړانديز کړې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن