د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د راتلونکي کال بوديجې طرحه(٣٦١ميليارده افغانۍ) ولسي جرګې ته وړاندې شوه

د راتلونکي کال بوديجې طرحه(٣٦١ميليارده افغانۍ) ولسي جرګې ته وړاندې شوه

Nov 22, 2017 - 17:27

کابل(پژواک،د ليندۍ لومړۍ نېټه،٩٦): د راتلونکي کال د بوديجې طرحه چې ٣٦١ميليارده افغانۍ ده، ولسي جرګې ته وړاندې شوه؛ خو د جرګې ځينې غړي وايي چې دغه طرحه به تر هغې تاييد نه کړي چې د غور د خلکو غوښتنې واورېدل شي.

 دغه راز ځينې غړي وايي چې دغه طرحه به تر هغې تاييد نه کړي چې د مخابراتو لس سلنه محصول نه وي لرې شوى؛ ځکه د ولسي جرګې له خوا ددې پيسو د راټولولو لپاره د روښانه سيستم تر جوړېدو پورې ددې محصول اخيستل لغوه شوي دي.

د راتلونکي مالي کار د بوديجې طرحه پرون د مشرانو جرګې له خوا د ځينو وړانديزونو په کولو سره تاييد شوه.

 د ماليې وزير اکليل حکيمي د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې وويل چې د بوديجې په طرحه کې د مشرانو جرګې وړانديزونه هم شامل شوي دي.

هغه زياته کړه چې ددې وړانديزونو له مخې د بوديجې کچه له څه باندې درې ميليارډ افغانۍ زياتې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال عادي او انکشافي بوديجه له ٤٠٠ميليارده افغانيو ډېره وه او سږ کال دغه کچه ٢٢سلنه کم شوې ده.

د هغه په وينا، اوس عادي بوديجه٢٦٧.٢ميليارد افغانۍ او انکشافي بوديجه ٩٣.٧ ميليارد افغانۍ ده.

 د حکيمي په وينا، د راتلونکي مالي کال بوديجه، ددولت د تشکيل او جوړښت، د لګښت او عوايدو ترمنځ د تعادل، اختياري سرچينو تخصيص، د پيسو د اغېزمنتوب له مخې تخصيص، د اوږدمهاله او منځمهاله لګښتونو ددوام، د مرستندويانو د ژمنو او کورنيو عوايدو پر بنسټ تربيب شوې ده.

د هغه د معلوماتو له مخې،په دې بوديجه کې ١٦٩ميليارده افغانۍ چې د ټولې بوديجې له ٤٧سلنه ډېره برخه جوړوي، له کورنيو عوايدو څخه ادا کېږي او پاتې نوره يې د مرستندويانو له خوا ورکول کېږي.

 نوموړي د جزيياتو له ورکولو پرته وويل چې په راتلونکي کال کې به د بوديجې ډېره برخه په امنيت، پوهنې، بيخ بينا، کرنې او د کليو پراختيا په برخو کې ولګول شي.

 حکيمي د بوديجې په طرحه کې د شاملو پروژو په اړه ډېر جزييات ورنه کړل؛ خو ويې ويل چې د اوبو ٢١بندونه، د صنعتي پارکونو جوړېدل، د کليو سړکونه او نور په دې طرحه کې شاملېږي.

د هغه په خبره، هغه بوديجوي واحدونه چې د کافي بوديجې لګولو وړتيا نه لري، د مالي کال په منځ کې هغه ادارو ته لېږدول کېږي چې د ماليې د لګښت لوړه وړتيا يې درلودلې ده.

هغه زياته کړه چې تر اوسه پورې د روان مالي کال ٤٢ سلنه پراختيايي بوديجه لګول شوې او دا سلنه به د کال تر پايه پورې لوړه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان مالي کال پاى ته رسېدو ته يوه مياشت پاتې ده، تېر کال اووه وزيران له اويا سلنې د کمې بوديجې لګولو له امله د ولسي جرګې له لوري سلب صلاحيت شول.

د ماليې وزير د کره پلان جوړونې نشتوالى، د بوديجې او تدارکاتو په برخه کې د ادارو ټيټ ظرفيت، مسووليت نه منل، د مکافاتو او مجازاتو نشتوالى او د زور واکو لاسوهنه د بوديجې د کم لګښت لاملونه وبلل.

د بوديجې پر طرحه د ځينو غړو نيوکې

په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازي غلام فاروق مجروح وويل چې د جرګې ١٣٠ غړي د غور د خلکو ملاتړ کوي.

 نوموړى چې د نورو په استازولۍ يې خبرې کولې، وويل چې يادو ١٣٠ کسانو ليکلې ژمنه کړې چې تر څو د غور خلکو غوښتنې په دې طرحه کې ځاى نه شي، نو بوديجې ته د تاييد رايه نه ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو ١٢ ورځو راهيسې د غور سلګونه اوسېدونکو تحصن کړى او په هېواد کې د متوازنې پراختيا غوښتنې تر څنګ يې خپل ولايت ته د سړک، برېښنا، روغتون، څښاک اوبو او امنيت غوښتنه کړې ده.

خو په جرګه کې د کابل استازي قيس حسن وويل:((د راتلوکي کال په بوديحه کې حکومت د لس سلنې مخابراتي محصول موضوع شامله کړې، ولسي جرګې دا موضوع رد کړې او بايد خپله مصوبه ماته نه کړو.))

 هغه زياته کړه چې د بوديجې پر مسوده دې بيا کتنه وشي، ځکه چې د مخابراتي محصول د ټولولو لپاره د يوه راڼه سيستم تر رامنځته کولو پورې د مخابراتي محصول اخيستنه لغوه شوې او د جرګې غړي بايد اجازه ورنه کړي چې حکومت د قانون خلاف عمل وکړي.

د جرګې لومړي مرستيال همايون همايون چې د جرګې مشرې يې کوله، مالي او بوديجوي کمېسيون ته دنده وسپارله چې دا طرحه دې وڅېړي او يوې ناستې ته دې د ماليې وزارت چارواکي را وغواړي چې د غړو شته پوښتنو ته ځواب ووايي.

هغه زياته کړه، تر څو چې د افغانستان د خلکو په ځانګړي ډول د غور د خلکو حقه غوښتنو ته ځواب ونه ويل شي، جرګه به بوديجه تصويب نه کړي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement