ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د سولې برخه کې عامه پوهاوى بايد له ښوونځيو، پوهنتونونو او دولتي ادارو پيل شي”

“د سولې برخه کې عامه پوهاوى بايد له ښوونځيو، پوهنتونونو او دولتي ادارو پيل شي”

author avatar
22 Nov 2017 - 18:39
“د سولې برخه کې عامه پوهاوى بايد له ښوونځيو، پوهنتونونو او دولتي ادارو پيل شي”
author avatar
22 Nov 2017 - 18:39

کابل (پژواک، د ليندۍ لومړۍ نېټه ٩٦): د هېواد لومړۍ مېرمن وايي، د سولې په برخه کې عامه پوهاوى بايد له ښوونځيو، پوهنتونونو او دولتي ادارو پيل شي.

نوموړې دغه څرګندونې، نن د کابل ښار له ښځينه ښوونکو سره په ارګ کې په کتنه کې کړې دي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې ناسته کې د ټولنیزې سولې په عامولو او ټینګښت بحث وشو.

سرچينه کاږي، لومړۍ مېرمن د افرادو په روزنه او د سالم فرهنګ په رامنځته کېدو کې د ښوونکو رول ته اشاره وکړه او ويې ويل، الله تعالى ښځو ته د طبیعي منځګړتوب ځواک ورکړی، چې کولای شي په عامه پوهاوي او د سولې د تامین لپاره د خلکو ذهنیت روښانولو کې ترې اغېزناکه استفاده وکړي.

د دې په وينا، ښځې او په ځانګړي ډول د ښوونکو قشر باید د سولې په تامین کې خپل رول له پامه ونه غورځوي او غلي پاتې نه شي.

نوموړې همداراز د کورنۍ په چاپېریال کې د ښځو اساسي رول ته، چې کولای شي په ټولنه کې د سولې د تامین لامل وګرځي، اشاره وکړه او ويې ویل، ښځې باید په جرئت عمل وکړي او د اختلافاتو د حل لپاره په منطقي بحث کې برخه واخلي.

بي بي ګل غني همدا راز له وخت وړاندې ودونو پر مخنیوي ټینګار وکړ، چې له زده کړو او تحصیل څخه د نجونو د لرې والي لامل ګرځي او هغوی د ټولنې په مختلفو اړخونو کې له خپل اساسي رول څخه راګرځوي.

هغې زیاته کړه، ښځینه ښوونکې عامه افکارو ته د لوري په ورکولو کې ارزښتناک رول لري او دغه مسوولیت باید ترسره کړي.

د خبرپاڼې په حواله، په دې غونډه کې په ښوونځیو کې د سولې په عامولو او تامینولو کې د ښوونکو په رول بحث وشو او د دې ترڅنګ ښوونکو په دې برخه کې د خپل رول په تړاو افکار تبادله کړل او د ټولنیزې سولې د عامولو لپاره یې په مختلفو ډولونو دې موخې ته د رسېدو لپاره خپل نظریات وړاندې کړل.

لومړۍ مېرمن د غونډې د ګډونوالو د وړاندیزونو عملي کولو په تړاو هغوی ته ډاډ ورکړ.

د پوهنې وزارت سرپرست ابراهيم شينواري له دې غونډې د ملاتړ او لاسته راوړنو په تړاو وویل، چې پوهنې وزارت به د مطرح شویو وړاندیزونو د عملي کېدو په برخه کې ښه همکار وي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.