ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مياخېل: حکومت په ژمي کې له نږدې نيم ميليون بې ځايه شوو کسانو سره مرستې کوي

مياخېل: حکومت په ژمي کې له نږدې نيم ميليون بې ځايه شوو کسانو سره مرستې کوي

author avatar
22 Nov 2017 - 12:06
مياخېل: حکومت په ژمي کې له نږدې نيم ميليون بې ځايه شوو کسانو سره مرستې کوي
author avatar
22 Nov 2017 - 12:06

کابل (پژواک، د ليندۍ لومړۍ نېټه، ٩٦) : د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې حکومت نـږدې نيم ميليونه کورنيو بې ځايه شوو کسانو سره د ژمنيو مرستو پلان جوړ کړى دى.

د دغه وزارت د رسنيو سلاکار حفيظ الله مياخېل د ليندۍ په لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل، سږ کال په ټول هېواد کې د ٤٧ زره کورنيو شاوخوا نيم ميليون کسان بې ځايه شوي دي.

هغه زياته کړه، تېر کال دا شمېر شاوخوا ٦٠٠ زره کسان وو، خو سږ کال يې کچه ټيټه شوې ده.

نوموړي وويل، د کډوالو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمشنرۍ سره يو ځاى د کورنيو بې ځايه شوو او اړمنو راستنو شوو کورنيو سره د مرستو يو پلان جوړ کړى دى.

مياخېل وايي، دوى هر کال د مرستو يو ژمنى پلان جوړوي، سږ کال يې هم د ١٥ ميليون ډالرو مرستو پلان جوړ کړى، خو تر اوسه يې له مرستندويه ادارو يواځې اووه ميليونه ډالره ترلاسه کړي دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت رسنيز سلاکار زياتوي، دوى د اتو ميليونو ډالرو له کمښت سره مخ دي او هڅه کوي چې له مرستندويه ادارو دا هم ترلاسه کړي.

هغه وويل، د پلان له مخې هرې کورنۍ سره د دوه سوه امريکايي ډالرو په ارزښت بېلا بېل ډول مرستې کېږي.

مياخېل زياته کړه : (( سږ کال مو ٧٨ زره کورنيو سره د مرستې پلان جوړ کړى، چې هم داخلي بې ځايه شوي او هم اړمنې راستانه شوې کورنۍ په کې شاملې دي. ))

نوموړى وايي، د مرستو دا  لړۍ له څلورو شمالي ولايتونو څخه پيل شوې او د وخت له تېرېدو سره به يې لړۍ نورو ولايتونو ته هم وغځول شي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت رسنيز سلاکار دغه راز وويل،د راتلونکې دسمبر مياشتې له پيل څخه له پاکستانه د افغان کډوالو د راستنېدو لړۍ د ژمي له امله ددرېيو مياشتو لپاره ځنډېږي.

د هغه په وينا، دا لړۍ بيا د ٢٠١٨ زېږديز کال د مارچ له لومړۍ نېټې څخه  پيلېږي.

حفيظ الله مياخېل ددې پوښتنې په ځواب کې چې د ٢٠١٧ زېږديز کال ددسمبر په ٣١مه، په پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدو وخت پاى ته رسېږي، وويل چې په نږدې راتلونکي کې په ترکيه کې په دې اړه درې اړخيزې او څلور اړخيزې غونډې جوړېږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.