مزار شريف (پژواک، د ليندۍ لومړۍ نېټه، ٩٦) : د بلخ ولايت په مرکز مزار شريف ښار کې ديوې چاودنې له امله يو تن وژل شوى دى.
د بلخ د امنيه قوماندانۍ وياندشېرجان دراني د ليندۍ په لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس ته وويل، دا چاودنه نن مازيګر شاوخوا درې بجې دمزار شريف ښار اړونده له بلخ دروازې سره وشوه.
هغه زياته کړه، تر اوسه معلومه نه ده چې پر کرولا موټر دا چاودنه د چسپکي ماين له امله شوې او که د ګاز ډبې چاودنه وه.
خو دراني وويل، په دې چاودنه کې يو تن وژل شوى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن