د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"په ټول هېواد کې د تذکرو د وېش لپاره بشپړ چمتوالی نيول شوى"

"په ټول هېواد کې د تذکرو د وېش لپاره بشپړ چمتوالی نيول شوى"

Nov 22, 2017 - 17:32

مزارشريف (پژواک،د ليندۍ لومړۍ نېټه، ۹۶) : د نفوسو د احوال ثبت ادارې مسوولين وايي چې په ټول هېواد کې د تذکرو د وېش لپاره بشپړ چمتوالی لري.

دوی که څه هم د يادې لړۍ د پيل په تړاو د ځينو تخنيکي ستونزو يادونه وکړه؛ خو  حل کېدو ته يې هيله من وو.

د ليندۍ په لومړۍ نېټه بلخ ولايت ته د نفوسو د احوال ثبت ادارې يوه پلاوي په دغه ولايت کې د يادې ادارې د ودانۍ پرانيستلو په موخه سفر درلود.

دغه پلاوي په بلخ کې په کمپيوټري بڼه د اوسنيو تذکرو د قلمي نسخو د بدلېدو لړۍ هم پيل کړه.

د يادې پلاوي مشر، د نفوسو د احول ثبت ادارې مرستيال محمد کريم سيغاني پژواک خبري اژانس ته وويل، په ټول هېواد کې د تذکرو د وېش په تړاو کومه جدي ستونزه نشته.

نوموړي زياته کړه، د تذکرو د جوړېدو او وېش پروسه په تخنيکي اړخ کې هېڅ ستونزه نه لري، بلکې هغه په دې تړاو د بشپړ چمتوالي ډاډ ورکړ.

سيغاني وويل، دوی د ولسي او مشرانو جرګې تر منځ د تذکرو په تړاو د جوړېدونکې کمېټې فيصلې ته انتظار دي.

ولسي جرګې په تذکره کې د افغان او اسلام کلمې له يادولو سره مخالفت ښودلی وو چې په تړاو يې د هېواد په کچه په ځينو ولايتونو کې غبرګونونه وښودل شول.

خو مشرانو جرګې بيا په تذکرو کې د ملت په توګه د افغان کلمې او د اسلام دين يادونه اړينه وبلله.

سيغاني وويل،د همدې ستونزې د حل په موخه دواړه جرګې يوه کمېټه جوړوي.

نوموړي زياته کړه،د همدې کمېټې تر پرېکړې وروسته به د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان له مخې په ټول هېواد کې د تذکرو د وېش لړۍ له کابله پيل کړي.

د تذکرو د وېش لړۍ د تېر حکومت له مهال راهيسې له بېلا بېلو ستونزو سره مخ شوې چې اوسني حکومت هم تر دې دمه نه ده حل کړې.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement