ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: په ميدان وردګو کې ٢٠ وسله وال مخالفين وژل شوي

چارواکي: په ميدان وردګو کې ٢٠ وسله وال مخالفين وژل شوي

author avatar
22 Nov 2017 - 11:34
چارواکي: په ميدان وردګو کې ٢٠ وسله وال مخالفين وژل شوي
author avatar
22 Nov 2017 - 11:34

کابل (پژواک،د ليندۍ لومړۍ نېټه، ٩٦): چارواکي وايي،د ميدان وردګو په نرخ ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال ٢٠ وسله وال مخالفين وژل شوي، خو طالبان دا عمليات  پر يوه ديني مدرسه  تر سره شوي ګڼي.

د ميدان وردګو د والي وياند عبدالرحمن منګل د ليندۍ په لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا ځمکني او هوايي عمليات تېره شپه ترسره شوي دي.

هغه زياته کړه، دغه عمليات د ملي امنيت د ځانګړو ځواکونو له خوا د نرخ ولسوالۍ په عمر خېلو او دادل سيمو کې ترسره شوي دي.

د منګل په وينا چې په دغو عملياتو کې ٢٠ وسله وال مخالفين وژل شوي او د هغوى ځينې سپکې او درنې وسلې هم د ملي امنيت ځواکونو ترلاسه  کړې دي

د والي وياند وايي، دا عمليات يې د استخباراتي معلوماتو په اساس ترسره کړي او په وژل شوو کسانو کې د وسله والو طالبانو يو شمېر مهم قوماندانان هم شامل دي.

نوموړي وويل، په دې عملياتو کې ملکي وګړو او امنيتي ځواکونو ته کوم زيان نه دى اوښتى او د وژل شوو وسله والو جسدونه نن سهار خپلو کورنيو ته وسپارل شول.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې دولتي ځواکونو پر يوې مدرسې بريد کړى چې يو ديني عالم يې له  ٢١ طالبانو سره وژل دى.

بلخوا د ملا رسول په مشرۍ د طالبانو بلې ډلې هم ادعا کړې ده، چې په نرخ ولسوالۍ کې ملکي وګړي او ماشومان وژل شوي او دغه کار يې په کلکه غندلى دى.

خو د ميدان وردګو دولتي چارواکي دا ادعا ردوي. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.