کابل (پژواک،د ليندۍ لومړۍ نېټه، ٩٦): چارواکي وايي،د ميدان وردګو په نرخ ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال ٢٠ وسله وال مخالفين وژل شوي، خو طالبان دا عمليات پر يوه ديني مدرسه تر سره شوي ګڼي.
د ميدان وردګو د والي وياند عبدالرحمن منګل د ليندۍ په لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا ځمکني او هوايي عمليات تېره شپه ترسره شوي دي.
هغه زياته کړه، دغه عمليات د ملي امنيت د ځانګړو ځواکونو له خوا د نرخ ولسوالۍ په عمر خېلو او دادل سيمو کې ترسره شوي دي.
د منګل په وينا چې په دغو عملياتو کې ٢٠ وسله وال مخالفين وژل شوي او د هغوى ځينې سپکې او درنې وسلې هم د ملي امنيت ځواکونو ترلاسه کړې دي
د والي وياند وايي، دا عمليات يې د استخباراتي معلوماتو په اساس ترسره کړي او په وژل شوو کسانو کې د وسله والو طالبانو يو شمېر مهم قوماندانان هم شامل دي.
نوموړي وويل، په دې عملياتو کې ملکي وګړو او امنيتي ځواکونو ته کوم زيان نه دى اوښتى او د وژل شوو وسله والو جسدونه نن سهار خپلو کورنيو ته وسپارل شول.
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې دولتي ځواکونو پر يوې مدرسې بريد کړى چې يو ديني عالم يې له ٢١ طالبانو سره وژل دى.
بلخوا د ملا رسول په مشرۍ د طالبانو بلې ډلې هم ادعا کړې ده، چې په نرخ ولسوالۍ کې ملکي وګړي او ماشومان وژل شوي او دغه کار يې په کلکه غندلى دى.
خو د ميدان وردګو دولتي چارواکي دا ادعا ردوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن