کابل (پژواک د ليندۍ لومړۍ نېټه ٩٦): د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د شخصي او سياسي لاملونو له امله له دندې استعفا ورکړه.
سرپرست وزير عبداللطيف روشان، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ځينو شخصي او سياسي ملحوظاتو له امله يې نن خپل استعفاليک ولسمشر محمد اشرف غني ته لېږلى دى.
نوموړي د جزئياتو له ورکولو پرته زياته کړه: "نه غواړم د شايعاتو قرباني شم."
د هغه په وينا، د يوه افغان کادر په توګه غواړي خپلو علمي خدمتونو ته ادامه ورکړي.
ده زياته کړه، د لوړو زده کړو د سرپرست وزير په توګه يې د خپلې دندې پرمهال ډېرې لاسته راوړنې لرلې چې ژر به يې په ډاګه کړي.
روشان چې د باختر خصوصي پوهنتون مشر و، د روان کال د چنګاښ په لومړۍ نېټه د ولسمشر غني د يوه فرمان پربنسټ د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست په توګه معرفي شوى و.
تمه ده د راتلونکې شنبې په ورځ (د ليندۍ ٤مه) ١٢ کانديد وزيران ولسي جرګې ته د رايې اخيستنې لپاره معرفي شي.
له بلې خوا د چارو ادارې د يادو وزيرانو په اړه يوه انلاين نظرپوښتنه هم ترسره کړې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن