ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“افغانستان پر پاکستان ځوابي بريدونه کړي”

“افغانستان پر پاکستان ځوابي بريدونه کړي”

author avatar
23 Nov 2017 - 19:06
“افغانستان پر پاکستان ځوابي بريدونه کړي”
author avatar
23 Nov 2017 - 19:06

اسعداباد-جلال اباد (پژواک، ٢ ليندۍ ٩٦): د کونړ ولايت امنيه قوماندان وايي چې د لوړو پوړو چارواکو په امر يې د پاکستاني ځواکونو د بريدونو په مقابل کې يې ځوابي بريدونه کړي دي.

د کونړ امنيه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت د ليندۍ په ٢مه پژواک خبري اژاسن ته وويل چې دوى له سرکاڼو او شلطن ولسواليو څخه د پاکستاني بريدونو پر ضد د توپچي ځوابي بريدونه کړي دي.

هغه زياته کړه، هغه پوستې او سيمې يې په نښه کړې دي چې له هغه ځايه د دوى پر سيمو بريدونه کېدل.

خو همت دا ونه ويل چې د دوى په ځوابي بريدونو کې پاکستاني لوري ته څومره مرګ ژوبه اوښتې ده.

د کونړ امنيه قوماندان وايي چې پاکستاني ځواکونو په تېرو  دوو اونيو کې شاوخوا ١١٣١ توغندي را توغولي چې له امله يې يو کس وژل شوی او ٧ نور ټپيان شوي دي.

دغه راز نوموړي زياته کړه چې د دغو بريدونو له امله ٥٠ کورونه ويجاړ او ٢٦٢ کورنۍ بېځايه شوې دي.

بلخوا د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼى وايي چې پاکستاني ځواکونو د دغه ولايت پر لعلپورې ولسوالۍ هم تېره شپه توغندويي بريدونه کړي دي.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل چې په دغو بريدونو کې يوه ښځه ټپي شوې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.