ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د اروزګان چارچینو کې پر وسلو سمبال داعشیان ځای پر ځای شوي”

“د اروزګان چارچینو کې پر وسلو سمبال داعشیان ځای پر ځای شوي”

author avatar
23 Nov 2017 - 18:10
“د اروزګان چارچینو کې پر وسلو سمبال داعشیان ځای پر ځای شوي”
author avatar
23 Nov 2017 - 18:10

ترينکوټ (پژواک، ٢ ليندۍ ٩٦): د اروزګان د ولايتي شورا غړي وايي، هغه داعش وسله وال چې د عراق او سوريې په جګړو کې یې ماتې خوړلې ده، دغه ولايت ته ورغلي او فعاليت يې پيل کړى دى.

د اروزګان ولایتي شورا منشي عبدالکریم خادمزي د ليندۍ په دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د وسله والو طالبانو په مرسته د دغه ولایت په چهارچینو ولسوالۍ کې د عراق او سوريې د داعش پر وسلو سمبال کسان له کورنیو سره ورغلي او مهمې او ستراتیژيکي سیمې نیولې دي.

خادمزی وايي چې په دغه ولايت کې امنيتي وضعيت اوس هم سم نه دى او د داعش له دغو فعاليتونو سره به یې حالت نور هم خراب شي.

د هغه د معلوماتو له مخې، تېر کال داعش وسله والو په خاص اروزګان او ترينکوټ کې فعاليت درلود خو سږ کال يې په چارچينو هم پيل کړى دى.

ده وويل چې په چارچينو کې د طالبانو يو قوماندان ملا امين له داعش وسله والو سره يو ځاى شوى او د افغان ځواکونو پر وړاندې جګړه کوي.

دغه راز د اروزګان ولايتي شورا مرستيال محمد کريم کريمي هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل، تر اوسه معلومه نه ده چې دغه خلک د کوم هېواد تبعه دي، خو پرمختللي وسلې لري.

هغه زياته کړه: ((کېداى شي دغه کسان له عراق او سوريې څخه دلته راغلي وي؛ ځکه هلته يې په جګړو کې ماتې خوړلې ده.))

يادو کسانو پر امنيتي چارواکو ټينګار وکړ چې په دغه ولايت کې د داعش وسله والو د فعاليت مخه ونيسي.

بل لور ته د يادو څرګندونو په غبرګون کې د اروزګان د والي مرستيال عبدالواحد پټان پژواک ته وويل چې دغه ډول راپورونه دوى ته هم رسېدلي دي.

هغه وايي: ((موږ ته هم راپورونه راغلي چې د طالبانو تر واک لاندې سيمو کې بهرني وسله والې ډلې فعاليت کوي خو موږ په دې اړه خپلې څېړنې پيل کړې دي.))

پټان وويل چې افغان امنيتي ځواکونه د ټولو هغو کسانو پر وړاندې جګړه کوي چې هېواد او هېوادوالو ته ستونزې جوړوي.

د يادو څرګندونو په اړه طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي خو تر دې وړاندې طالبانو څو ځلې له داعش سره همکاري رد کړې او ويلې دي چې پر وړاندې جګړه کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.