کابل (پژواک، ٢ ليندۍ ٩٦): ولسمشر غني د کليو په ښوونځيو کې د استعدادونو پر تشخيص د ټينګار تر څنګ وايي چې پر دغو استعدادونو بايد پانګونه وشي.
نوموړي دغه خبرې، په ارګ کې په پوهنې وزارت کې د اصلاحاتو په اړه د بشري قوا عالي شورا په غونډه کې چې نن له غرمې مخکې د ده په مشرۍ جوړه شوې وه، په ډاګه کړې دي.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر په دې ناسته کې وويل چې د پوهنې په برخه کې د حکومت له لوري د وړاندوینې وړ سیاسي ملاتړ شته.
نوموړي د هېواد د پوهنې د رئیسانو او د ښوونځیو د مدیرانو پر شفاف استخدام ټینګار وکړ، وې ویل، دغه بهیر باید شفاف او په روښانه معیارونو ترسره شي.
هغه زیاته کړه، د پوهنې په برخه کې مبهم او کمزوري معیارونه باید له منځه یوړل شي.
غني د واحدې مرجع معلوماتي سیستم پر جوړولو ټینګار وکړ، وې ویل، د دولت ټول ارګانونه باید له یوې مرجع څخه استفاده وکړي او خپل معلومات دې ترلاسه کړي.
د خبرپاڼې په حواله، په دې غونډه کې د پوهنې وزارت د عمومي زده کړو معین او د پوهنې وزات سرپرست ډاکټر محمد ابراهیم شینواري د ښوونې او روزنې بین المللي کمېسیون راپور په اړه معلومات ورکړل، وې ویل، دا راپور د هېواد پوهنې وزارت ته ښه درسونه او تجربې وړاندې کوي چې کولای شو له دې څخه په پوهنې وزارت کې د اصلاحاتو په برخه کې استفاده وکړو.
ورپسې د مدنې ټولنې بنسټونو یو شمېر استازو چې په دې غونډه کې يې حضور درلود، د پوهنې د وضعیت په اړه وویل، په دې اړه په یوې طرحې کار کوي چې د بشري قوا عالي شورا راتلونکې غونډې ته به یې وړاندې کړي.
وروسته، د ځوان مخترعینو استازي نواب خلیج د هېواد د پوهنې وضعیت د ښه والي په اړه خپل لیدلوری وړاندې کړ او د پوهنې د بودجې پر ارزښت د ټینګار ترڅنګ یې وویل، د هېواد اساسي قانون باید په تعلیمي نصاب کې شامل شي او د دولسم ټولګیو فارغین باید د معلوماتي ټکنالوژۍ له وسایلو سره بلد شي.
په دې غونډه کې په زېربنایي چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار ډاکتر محمد همایون قیومي د ښوونکو پر موثر تدریس او په ښونځیو کې د هغوی پر حضور ټینګار وکړ.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن