ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تخار کې دوو ښځو ځان وژنه کړې ده

تخار کې دوو ښځو ځان وژنه کړې ده

author avatar
23 Nov 2017 - 15:49
تخار کې دوو ښځو ځان وژنه کړې ده
author avatar
23 Nov 2017 - 15:49

تالقان (پژواک، ٢ ليندۍ ٩٦): د تخار امنيتي چارواکي وايي چې له تېر مازدیګر راهیسې په چاه اب او خواجه بهاالدین ولسوالیو کې دوو ښځو  ځان وژنه کړې ده.

د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونیار عبدالخلیل اسیر د ليندۍ په دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د خواجه بهاوالدین ولسوالۍ د لاله ګذر سیمې اوسېدونکې مليحې ځان وژنه کړې ده.

هغه وايي: ((مليحې کوژده کړې وه خو واده يې تر اوسه نه و شوی، پرون مازديګر يې ځان وژلى دى.))

دغه راز هغه وويل چې د چاه اب ولسوالۍ په ایزدنه سیمه کې هم یوې ۲۴ کلنې ښځې ځان وژنه کړې ده.

دى وايي چې دغې ښځې دوه ماشومان هم درلودل.

ده وويل: ((د دې دواړو ښځو د موږکانو دوا خوړلې ده او ځانونه يې وژلي دي.))

اسير زياتوي چې دغه پېښې د کورني تاوتريخوالي له امله رامنځته شوي او په تور يې د دواړو ښځو مېړونه نيول شوي دي.

په ورته وخت کې بیا د تخار د ښځو چارو رییسې رزم ارا حواش پژواک ته وویل چې د دغو مېرمنو د وژل کېدو او یا هم ځان وژنې په اړه څه نه شي ویلی؛ ځکه پېښې تر څېړنې لاندې دي.

د تخار د ښځو چارو رياست د معلوماتو له مخې، په روان کال کې په دغه ولايت کې تر لسو ډېرو ښځو د کورني تاوتريخوالي له امله ځانونه وژلي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.