ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“حکومت بايد د دوديزې لويې جرګې له جوړېدو وېره ونه لري”

“حکومت بايد د دوديزې لويې جرګې له جوړېدو وېره ونه لري”

author avatar
23 Nov 2017 - 16:03
“حکومت بايد د دوديزې لويې جرګې له جوړېدو وېره ونه لري”
author avatar
23 Nov 2017 - 16:03

 

کابل (پژواک، ٢ ليندۍ ٩٦): د افغانستان د واليانو ټولنه د هېواد د قضيو د حل لپاره د دوديزې لويې جرګې د جوړېدو غوښتونکې ده او وايي چې دغه جرګه د بېلابېلو بهيرونو له خوا د مطرح شوو نورو وړانديزو په پرتله  رغوونکى رول لري.

لويه جرګه، د هېواد د قومي او سياسي شخصيتونو او مشرانو تر ټولو ستره غونډه ده او د افغانستان د بحراني حالاتو په اړه تشکيل شوې ده. دغه دوديزه جرګه چې په افغانستان کې ډېره مخينه لري، په ډېرو مواردو کې د پاچا يا ولسمشر له خوا رابلل شوې چې انتخابي او انتصابي غړي لري.

خو اوس دوديزه لويه جرګه قانوني او حقوقي مقام نه لري؛ ځکه لويه جرګه د هېواد د اساسي قانون په ١١٠مه ماده کې چې په ١٣٨٢ کال د لويې جرګې له خوا تصويب شو، تعريف شوې ده.

په ياده ماده کې راغلي چې لويه جرګه د افغانستان د خلکو د ارادې تر ټولو ستره څرګندويه ده. لويه جرګه د ملي شورا له غړو، د ولايتي او ولسواليو شوراګانو له مشرانو څخه جوړه ده.دغه راز په ياد ماده کې راغلي چې وزيران، د سترې محکمې او لويې څارنوالۍ مشران او غړي د لويې جرګې په ناستو کې د رايې له حق پرته ګډون کولاى شي.

د افغانستان د واليانو ټولنې مشر عبدالجبار تقوا چې پخوا يې د کابل او تخار د والي په توګه دنده ترسره کړې، نن په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل چې په اوسنيو شرايطو کې د اساسي قانون دودويزه لويه جرګه چې لا هم د ولسواليو شوراګانو ټاکنې نه دي ترسره شوې، ناشونې ده.

د هغه په وينا، له يوې خوا د ملي يووالي حکومت د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو ترسره کېدو او د اساسي قانون لويې جرګې د جوړېدو په اړه خپلې ژمنې نه دي عملي کړې او له بلې خوا د هېواد امنيتي، سياسي او اقتصادي وضعيت هم خراب شوى دى.

د هغه په وينا، د دې ستونزې د حل لپاره ځينو سياسي بهيرونو وار له مخې د ولسمشريزو ټاکنو ترسره کېدو، د لنډمهال حکومت جوړېدو، د حکومت د مشرانو استعفا او د دوديزې لويې جرګې ترسره کېدو په څېر وړانديزونه کړي دي.

هغه زياته کړه چې حکومت بايد له دغو څخه يوه لاره انتخاب کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.