ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بدني روزنې او سپورت نوى رئيس معرفي شو

د بدني روزنې او سپورت نوى رئيس معرفي شو

author avatar
23 Nov 2017 - 19:22
د بدني روزنې او سپورت نوى رئيس معرفي شو
author avatar
23 Nov 2017 - 19:22

کابل (پژواک، ۲ ليندۍ ۹۶): د هېواد د بدني روزنې او سپورت نوى رئيس د ولسمشر محمد اشرف غني په حضور کې معرفي شو.

د جمهوري رياست له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه مراسم نن په ارګ له غرمې وروسته ترسره شول.

سرچينه کاږي، د بدني روزنې او سپورت لوی رئیس حفیظ الله ولي رحیمي د ولسمشر له باور څخه په مننې وویل، په هېواد کې د جګړو له امله، ورزشي زېربناوې او امکانات له منځه تللي او په وروستیو کلونو کې ورزش ته لازمه پاملرنه نه ده شوې او ځینې لاسته راوړنو هم فردي اړخ لرله.

هغه زیاته کړه، د دې وخت رارسېدلی چې له بېلابېلو ورزشي برخو سره په همغږۍ د ورزشي ټولنې پر وړاندې شته لاملونه او ستونزې تشخیص او له منځه یوړل شي.

د ده په وينا، د ورزش سکتور کې د اصلاحاتو په راوړلو سره به په افغانستان کې د ورزشکارانو لپاره غوره زمینه برابره شي.

وروسته د هېواد جمهور رئیس خبرې وکړې او د ورزش د مخکښانو، مډال راوړونکو او اتلانو ګډون څخه په مننې یې وویل، نن د خوښۍ ورځ او ویاړ ځای دی چې پخوانی او اوسنی نسل په ورزش کې یو ځای شوی دی.

هغه د ورزش په ډګر کې له ویاړ ګټونکو څخه په مننې وویل: "زموږ اساسي موخه دا ده چې د جنګ ډګر د ورزش په ډګر بدل کړو."

ده څرګنده کړه، ورزش هغه وسیله ده چې موږ له یوه بل سره نږدې کوي.

دی وايي: "موږ هر اړخیزه طرحې ته اړتیا لرو چې د ورزش ټولو ابعادو ته په کتو ورته پاملرنه وکړو."

غني ویلي، د حکومت تعهد دا دی چې د هېواد د ورزشکارانو مرستندوى او ملاتړی وي او د هغوی لپاره  منابع جذب کړي او هیله لري چې د هېواد ورزش، مسلکي، د یووالي وسیله او  د ملي ویاړ لامل شي.

دى زياتوي: "د ورزش په برخه کې کوچنۍ نقطې باید زموږ د سترو اهدافو مانع نه شي. موږ باید لاسته راوړنې زیاتې کړو، ځکه د ورزشکارانو هره بریا د ټولو هېوادوالو د خوښۍ لامل ګرځي."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.