د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د بلوا ضد قطعې ٧٨ سلنه منسوبين له تاجک قوم څخه دي

د بلوا ضد قطعې ٧٨ سلنه منسوبين له تاجک قوم څخه دي

Nov 23, 2017 - 18:45

کابل (پژواک، ٢ ليندۍ ٩٦): د بلوا ضد قطعې جذب ته له تاجک کسانو پرته د نورو د جذب په تړاو له خپاره شوي مکتوب وروسته د دوو کسانو دندې ځنډول شوې او پنځه نور تر نظارت لاندې دي، دا په داسې حال کې ده چې د دې قطعې ۷۸ سلنه منسوبين له تاجک قوم څخه تشکيل شوي دي.

دغه راز دا په داسې حال کې ده چې په ټوله کې د امن او عامه نظم قوماندانۍ د منسوبينو له نيمايي زيات شمېر په تاجک قوم پورې تړلي کسان تشکيلوي او ټول پنځه کسان هم چې د دغه مکتوب په تړاو تر څېړنه لاندې نيول شوي، تاجکان دي.

د دوو کسانو له ډلې چې دندې يې ځنډول شوې (د امن او عامه نظم قطعې قوماندان) تاجک او (د دغه ارګان رييس ارکان) سادات دي.

د بلوا ضد قطعې جوړولو څرنګوالى

هغه اسناد چې کاپي يې پژواک خبري اژانس تر لاسه کړې، په کې راغلي چې د کورنيو چارو وزارت پخواني وزير تاج محمد جاهد د روان کال د چنګاښ په اتمه نېټه ارګ ته په کابل کې د بلوا ضد ٥٠٠ کسيزې قطعې، د اووه ګونه زونونو د قوماندانيو په څنګ کې د يوه- يوه سل کسيزه بلوا ضد ټولي، د هېواد په ٢٦ ولايتونو کې د امن او عامه نظم قطعو په چوکاټ کې د پنځوس- پنځوس کسيزې قطعې د تشکيلاتو وړانديز کړى دى.

ولسمشر درې ورځې وروسته دغه وړانديز منظور کړى دى.

د دغه حکم له مخې، د بلوا ضد قطعې ته له بهره خلک نه جذبېږي؛ ځکه چې د حکم په متن کې راغلي: ((د کورنيو چارو وزارت د امن او عامه نظم قوماندانۍ تر چتر لاندې تشکيلاتو څخه د وړانديز شوي متن او ضميمه جدول سره سم منظورېږي.))

خو هغه مکتوب چې د کابل لومړۍ لوا قوماندانۍ لومړي نمبر ته صادر شوى راغلي: ((د جمهوري رياست د محترم مقام د حکم له مخې، د کابل ١٠١ زون قوماندانى په چوکاټ کې د بلوا ضد يوه ٥٠٠ کسيزه قطعه جوړه شوې ده، لارښوونه کېږي چې د ٢٤ ساعتونو په ترڅ کې د هغو افسرانو او ساتمنانو د شهرت جدول ترتيب او برېښناليک شي چې له هزاره، ازبک، پښتون او  له تاجک مليت پرته له نورو مليتونو څخه وي.))

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر په حکم کې د قومي ترکيب يادونه نه ده شوې.

يوې باوري سرچينې پژواک خبري اژانس ته ويلي چې تر دغه مکتوب لاندې د امن او عامه نظم قطعې د قوماندان عبدالفتاح فروغ نوم چې خپله تاجک دی درج دی، خو لاسليک د هغه نه دى.

هغه زياته کړې: ((د پېژند مدير سمونوال محمد قوي چې مکتوب يې ترتيب کړى او په مينوټ کې يې لاسليک کړى، تاجک او د کابل اوسېدونکى دى، رييس ارکان مل پاسوال سيد حسن علي حسن زاده سادات چې سادات دى، مکتوب يې لاسليک کړى دى.))

د يادې سرچينې د معلوماتو له مخې، د رياست جمهورې د حکم څخه وروسته د بلوا  ضد قطعه چې کميت يې ٥٠٠ بسته لري، د ١٠١ اسمايي زون قوماندانۍ په چوکاټ کې ده چې د ٧٨ سلنه منسوبين يې په تاجک قوم پورې اړه لري.

ياده سرچينه وايي، دا ترکيب څرګندوي چې د بلوا ضد قطعې ترکيب کې هېڅکله هم د تاجکانو رول او شتون له پامه نه دى غورځول شوى، بلکې په همدې ترکيب سره، تر ټولو اوچت ترکيب او مشارکت لري.

پژواک اژانس ته د رسېدلو معلوماتو له مخې، د دغه مکتوب له خپرېدو وروسته چې اعتراضونو يې وپارول، د کورينو چارو وزارت د پوځي څارنوالۍ، استخباراتو او تفتيش رياست نه جوړ پلاوى د ولسمشر په لارښوونه ګومارل شوى دى.

د کورنيو چارو وزارت د لومړي مرستيال دفتر د ١٣٩٦-کال د لړم د ٣٠ مې نېټې مکتوب څرګندوي چې د دغه پلاوي د څېړنو پايلو کې د عامه نظم قوماندان پاسوال عبدالفتاح او د دې قوماندانۍ د رييس ارکان مل پاسوال سيد احمد علي دندې ځنډول شوې دي.

د عامه نظم پوليسو د عمومي قوماندانۍ د پېژند مدير سمونوال عبدالقوي، د عامه نظم پوليسو د لومړي نمبر لوا د مخابرې برخې نوکريوال لومړى ساتمن مايل اغا، د عامه نظږ پوليسو د لومړي نمبر لوا د کنډک مخابرې برخې نوکريوال ساتمن محمد امان، د عامه نظم پوليسو د لومړي نمبر لوا د لومړي کنډک د پېژند مرستيال ساتمن محى الدين او د پېژنتون عمومي رياست افسر سمونوال عبدالحى د ١٣٩٦ لړم ٢٩مې نېټې د موضوع په تړاو چې اوسمهال تر قانوني څېړنه لاندې دي.

سرچينې پژواک ته ويلي چې له يادو اوو کسانو يوازې يو په سادات قوم پورې تړلى او پاتې نور يې تاجکان دي.

د يادونې ده، په ټوله کې د امن او عامه نظم قوماندانۍ کې د تاجک قوم پورې تړلو کسانو سلنه لوړه ده.

دا موضوع په داسې حال کې جنجالي شوه چې  د امن او عامه نظم قوماندانۍ شمېرې او د اته ګونو لواوو او د ساتمنانونو او افسرانو د قرارګاوو اوسنى ميليتي ترکيب پژواک تر لاسه کړى او څرګندوي چې ددې ارګان له نيمايي زيات منسوبين په تاجک قوم پورې تړلي کسان دي.

يادې سرچينې وايي چې د امن او عامه نظم قوماندانۍ اصلي بستونه ١٣٠٤٩ او په دې ارګان کې شته بستونه ١٢٣٥٧ دي.

هغه زياتوي: ((هيله ده چې ټوليزې رسنۍ ددې اسنادو په خپراوي او واقعيت په انعکاس کې په منصفانه ډول همکاري وکړي، څو د عمومي اذهانو د اندېښنو مخنيوى وشي او سياسي ناوړه ګټه اخيستنه تر سره نه شي.))

د يادونې وړ ده چې د ياد شوي مکتوب(د امن او عامه نظم قومانداني) خپرېدل په مجازي نړۍ او ټوليزو رسنيو کې ګڼ بحثونه پارولي او ګڼو شمېر ويلانو او سياسي څېرو له همدې لاري او رسمي پتو غبرګون ښودلى دى.

د کورنيو چارو وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره دا موضوع يوه ټايپي تېروتنه بللې او په تعقيب د کورنيو چارو سرپرست وزير ويس برک وويل:((خلکو ته ډاډ ورکوم چې د کورنيو چارو وزارت به زما په مشرتابه سم، سالم او مسلکي لوري ته تخصصي ډول وړاندې لاړ شي.))

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement