کابل (پژواک ٢ ليندۍ ٩٦): د منځنۍ اسيا او روسيې د ملي امنيت سلاکارانو د افغان سولې له بهیر څخه ملاتړ وکړ.
د ملي امنيت شورا له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه چې يوه کاپي يې پژواک خبري اژانس ته رارسېدلې، راغلي چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر په روسیه کې د افغانستان، روسیې او منځنۍ اسیا د څلورو هېوادونو په ګډون د ملي امنیت د سلاکارانو په ګډه ناسته کې برخه واخیسته.
سرچينه کاږي، دغه ناسته چې هر کال دایریږي، دا لومړی ځل دی چې افغانستان په دې ناستې کې د ګدون په موخه په رسمي توګه بلل کیږي. په دې ناسته کې افغان پلاوي د افغانستان د ملي امنیت سلاکار په مشرۍ ګډون وکړ او د ناستې ګډونوالو ته یې د سیمه ییز ثبات په موخه څلور مهمې طرحې وړاندې کړې.
سرچينه زياتوي، حنیف اتمر په دې ناسته کې له ترهګرۍ سره د مشترکې مبارزې پر څرنګوالي، د نشه توکو د قاچاق او سازمان شوو جرمونو د مخنیوي، سولې او اقتصادي همکاري د ښه والي لپاره د څلورو مهمو طرحو په اړه د غونډې ګډنوالو ته جزئیات وړاندې کړل.
د خبرپاڼې په حواله، د ناستې برخه والو د ملي امنیت سلاکار له طرحو او وړاندیزونو څخه تود هرکلی وکړ او له افغان پلاوی څخه یې وغوښتل، ترڅو د عملي همکاریو د ایجاد په موخه طرحې او وړاندیزونه په لیکلي بڼه د ناستو هېوادونو له استازو شریک کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ناسته کې را غونډو شویو د ملي امنیت سلاکارانو د افغان سولې له بهیر څخه ملاتړ وکړ او د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار له خوا وړاندیز شوي طرحې او وړاندیزونه یې معقول وبلل.
په ناسته کې پرېکړه شوې، چې د سیمه ییز ثبات، ترهګرۍ سره مشترکې مبارزې او نشه یي توکو د قاچاق د مخنیوي په تړاو د شوو بحثونو او وړاندیزونو په رابطه به د ناستې ګډوال د اړوندو هېوادونو له ولسمشرانو سره خبرې کوي.
ټاکل شوې چې د ملي امنیت د سلاکارانو راتلونکې غونډه کې په همدې موضوعاتو بحثونه وشي.
د خبرپاڼې د معلوماتو پربنسټ، د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د روسیې فدراتیف جمهوریت، تاجکستان، ازبکستان، قزاقستان، بلاروس او قرغزستان د ملي امنیت له سلاکارانو سره دوه اړخیزې او څو اړخیزې ناستې درلودې چې په ترڅ کې یې د سولې او اقتصادي همکاریو پر بهبود خبرې وشوې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن