ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات پنځه پولیس چارواکي پر نجونو د تېزاب پاشلو پېښې له امله له دندو ګوښه شول

د هرات پنځه پولیس چارواکي پر نجونو د تېزاب پاشلو پېښې له امله له دندو ګوښه شول

author avatar
23 Nov 2017 - 11:46
د هرات پنځه پولیس چارواکي پر نجونو د تېزاب پاشلو پېښې له امله له دندو ګوښه شول
author avatar
23 Nov 2017 - 11:46

هرات (پژواک،٢ ليندۍ ٩٦): د هرات پنخه پوليس چارواکي په دغه ولايت کې پر دوو نجونو د تېزاب شيندلو په پېښه کې د وظيفوي ناغېړۍ له امله له دندو ګوښه شول.

د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالاحد ولي زاده وويل چې کورنيو چارو وزارت ته د ولسمشر د لارښوونې او د هرات ولايت امنيې قوماندانۍ ته د دغه وزارت د سپارښتنې له مخې؛ د هرات د پوليسو د څلورمې امنيتي حوزې امر، مرستيال، له جنايي جرمونو سره د مبارزې امر، د ترهګرۍ ضد امر او د سيمه ييز کنټرول امر له خپلو دندو لرې کړل شول.

نوموړي زياته کړه چې د هرات د پوليسو دغه چارواکي، د ترقي پارک په ګرده سيمه کې پر دوو نجونو د ناپېژاندو کسانو د بريد په پېښه کې د وظيفوي غفلت له امله له خپلو دندو څخه لرې کړى شوي او د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ له لوري يې پر ځاى نور کسان ټاکل شوي او کارونه يې پيل کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په هرات ښار کې ناپېژاندو کسانو دوه ورځې وړاندې د دوو خويندو پر مخ تېزاب وشيندل.

د هرات د حوزوي روغتون وياند محمد رفيق شېرزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دې دوو خويندو چې غوښتل يې کورس ته ولاړې شي، د هرات ښار د پارک ترقي په ګرده سيمه کې يې د ناپېژاندو کسانو له خوا پر مخونو تېزاب شيندل شوي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.