د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ښېوې ولسوالۍ خلکو د سيمه ييزو پوليسو د پخواني قوماندان په ملاتړ لاريون وکړ

د ښېوې ولسوالۍ خلکو د سيمه ييزو پوليسو د پخواني قوماندان په ملاتړ لاريون وکړ

Nov 23, 2017 - 17:50

جلال اباد (پژواک، ۲ ليندۍ ۹۶):  د ننګرهار د ښېوې ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکو د دې ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو د پخواني قوماندان شيخ اکرم په ملاتړ لاريون وکړ.

دوی ويل، شيخ اکرم د ولايتي شورا د رييس احمد علي حضرت او د هغه د پلار حضرت علي په غوښتنه ولايتي ادارې لرې کړی او ولسونه يې بېرته پر دنده د ګومارلو غوښته کوي.

خو د ننګرهار د ولايتي شورا رييس وايي، ياد لاريون کوونکي دغه غوښتنه د خپلو شخصي ګټو په خاطر کوي او شاوخوا دوه اونۍ وړاندې همدغو خلکو د شيخ اکرم پر ضد هم لاريون کړی و.

لاريون کوونکي چې د لړم په ۲مه د ننګرهار ولايت مقام مخې ته راغلي وو، پر ولايتي ادارې غږ وکړ، که يې ستونزه حل نه کړي؛ نو تر کابله به خپلو تظاهراتو ته دوام ورکړي.

قهرېدلو لاريون کوونکو چې د شيخ اکرم پر ملاتړ يې شعارونه ورکول او زورواکي يې غندل، تر غرمې ناوخته د ولايت د دروازې په مخکې ناست وو.

د لاريون تنظيموونکي نوراغا ملکزي وويل، له لاريون څخه يې موخه په سيمه کې د امنيت ټينګښت او د سيمه ييزو پوليسو د قوماندان شيخ اکرم بيا پر دنده ګومارل دي.

هغه وويل، شيخ اکرم د حضرت علي له خوا د خپلو شخصي ګټو په خاطر له دندې ګوښه شوی او دغه راز يې د ښېوې ولسوالۍ په دولتي چارو کې په لاسوهنې هم تورن کړ.

د لاريون يوه بل ګډونوال او د شګې د قومي شورا رييس حاجي فضل الرحيم وويل، د سيمه ييزو پوليسو په رامنځته کېدو سره شيخ اکرم د خلکو په خوښه ټاکل شوی او هلته يې امنيت هم تامين کړی و.

دی وايي، شيخ اکرم د زورواکو د خپلسريو مخنيوی کاوه او هم يې د هغوی د نشه يي توکو او لرګيو د قاچاق مخه نيوله؛ نو ځکه يې ورته دسيسه جوړه او له دندې يې ګوښه کړ.

عبدالقادر سروجوال د لاريون يو بل ګډونوال دی. دی وايي، د خپل حق غوښتل يې د ډيموکراسۍ حق دی او دا د دوی غوښتنه ده، چې شيخ اکرم بېرته د ښېوې د سيمه ييزو پوليسو قوماندان شي.

خو د ولايتي رييس احمد علي حضرت پر ده او د ده پر کورنۍ لګېدلي تورونه ردوي او ټينګار کوي، چې يادو کسانو دغه لاريون د خپلو شخصي ګټو په خاطر کړی دی.

د نوموړي په وينا، لاريون کوونکو تر دې دوه اونۍ وړاندې د شيخ اکرم پر ضد هم لاريون کړی و او هغه يې د بې ګناه خلکو په وژلو تورن کړی و.

د ولايتي شورا رييس زياته کړه: ((دا زه ردوم، چې ګويا دې کې موږ مرکزي حکومت ته کوم درخواست کړی وي، چې شيخ اکرم لرې کړه؛ بله خبره د دوی دا چې موږ تعصب کوو؛ نو خپل قوم سره څوک تعصب کوي؟ درېمه خبره دا ده، چې دوی وايي د لرګيو او نشه يي توکو قاچاق کېږي، که په ما چا ثبوت کړه؛ نو زه محاکمې ته حاضر يم.))

د يادولو وړ ده، چې شاوخوا دوه اونۍ وړاندې په همدغه سيمه کې د ښېوې ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکو په داسې حال کې چې يو جسد هم ورسره و، د شيخ اکرم پر ضد لاريون کړی و.

دوی د سيمه ييزو پوليسو دغه قوماندان د بې ګناه خلکو په وژلو تورن کړی و او د هغه د لرې کېدو غوښتنه يې هم کړې وه.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement