ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ښېوې ولسوالۍ خلکو د سيمه ييزو پوليسو د پخواني قوماندان په ملاتړ لاريون وکړ

د ښېوې ولسوالۍ خلکو د سيمه ييزو پوليسو د پخواني قوماندان په ملاتړ لاريون وکړ

author avatar
23 Nov 2017 - 17:50
د ښېوې ولسوالۍ خلکو د سيمه ييزو پوليسو د پخواني قوماندان په ملاتړ لاريون وکړ
author avatar
23 Nov 2017 - 17:50

جلال اباد (پژواک، ۲ ليندۍ ۹۶):  د ننګرهار د ښېوې ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکو د دې ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو د پخواني قوماندان شيخ اکرم په ملاتړ لاريون وکړ.

دوی ويل، شيخ اکرم د ولايتي شورا د رييس احمد علي حضرت او د هغه د پلار حضرت علي په غوښتنه ولايتي ادارې لرې کړی او ولسونه يې بېرته پر دنده د ګومارلو غوښته کوي.

خو د ننګرهار د ولايتي شورا رييس وايي، ياد لاريون کوونکي دغه غوښتنه د خپلو شخصي ګټو په خاطر کوي او شاوخوا دوه اونۍ وړاندې همدغو خلکو د شيخ اکرم پر ضد هم لاريون کړی و.

لاريون کوونکي چې د لړم په ۲مه د ننګرهار ولايت مقام مخې ته راغلي وو، پر ولايتي ادارې غږ وکړ، که يې ستونزه حل نه کړي؛ نو تر کابله به خپلو تظاهراتو ته دوام ورکړي.

قهرېدلو لاريون کوونکو چې د شيخ اکرم پر ملاتړ يې شعارونه ورکول او زورواکي يې غندل، تر غرمې ناوخته د ولايت د دروازې په مخکې ناست وو.

د لاريون تنظيموونکي نوراغا ملکزي وويل، له لاريون څخه يې موخه په سيمه کې د امنيت ټينګښت او د سيمه ييزو پوليسو د قوماندان شيخ اکرم بيا پر دنده ګومارل دي.

هغه وويل، شيخ اکرم د حضرت علي له خوا د خپلو شخصي ګټو په خاطر له دندې ګوښه شوی او دغه راز يې د ښېوې ولسوالۍ په دولتي چارو کې په لاسوهنې هم تورن کړ.

د لاريون يوه بل ګډونوال او د شګې د قومي شورا رييس حاجي فضل الرحيم وويل، د سيمه ييزو پوليسو په رامنځته کېدو سره شيخ اکرم د خلکو په خوښه ټاکل شوی او هلته يې امنيت هم تامين کړی و.

دی وايي، شيخ اکرم د زورواکو د خپلسريو مخنيوی کاوه او هم يې د هغوی د نشه يي توکو او لرګيو د قاچاق مخه نيوله؛ نو ځکه يې ورته دسيسه جوړه او له دندې يې ګوښه کړ.

عبدالقادر سروجوال د لاريون يو بل ګډونوال دی. دی وايي، د خپل حق غوښتل يې د ډيموکراسۍ حق دی او دا د دوی غوښتنه ده، چې شيخ اکرم بېرته د ښېوې د سيمه ييزو پوليسو قوماندان شي.

خو د ولايتي رييس احمد علي حضرت پر ده او د ده پر کورنۍ لګېدلي تورونه ردوي او ټينګار کوي، چې يادو کسانو دغه لاريون د خپلو شخصي ګټو په خاطر کړی دی.

د نوموړي په وينا، لاريون کوونکو تر دې دوه اونۍ وړاندې د شيخ اکرم پر ضد هم لاريون کړی و او هغه يې د بې ګناه خلکو په وژلو تورن کړی و.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.