کندوزښار (پژواک، ٢ ليندۍ ٩٦): د کندوز ولايت اوسېدونکي وايي چې وروستيو جګړو او نا امنيو کندوزيانو ته درانه مالي زيانونه اړولي او خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
یاد اوسېدونکي وايي چې د وروستيو دوو کلونو جګړو او نښتو پر ملکي مرګ ژوبله سربېره د استوګونې کورونه، پلونه، پلګوټي او عامه لارې ويجاړې کړې او کندوزيان يې له ګڼو ستونزو او ننګونو سره مخ کړي دي.
د کندوز ولايت د ناصري کلي اوسېدونکى اکمل رحماني چې له جګړې تر پزې راغلى؛ له دولت نه سوله غواړي.
رحماني وويل: ((هېڅ نه يم پوه شوى چې ژوند څه دى، ټوله ورځ جګړه ده، کورونه مو وران شوي، موږ له دولته مرسته نه غواړو، يوازې د امنيت او سولې غوښتونکي يو.))
د دغه ولايت بل اوسېدونکي ناصر زياته کړه: ((بزګر يم، جګړې ناوړه اغېزې لري، ټول حاصلاتو مو د جګړې له لاسه له منځه تللي، دولت تر اوسه هم د ارامۍ په برخه کې څه اقدام نه دى کړى، موږ له ولسمشره غواړو چې د افغانانو د سولې لپاره دې ګوښښ وکړي.))
د کندوز دغه اوسېدونکي شکايت کوي چې د ولايت په مرکز او ولسواليو کې وسله والو نښتو زيانمن کړي دي.
د ولايت يو شمېر نور اوسېدونکي هم په همدې نظر دي.
امنيتي چارواکي وايي چې دوى د پوځي عملياتو په ترڅ کې د دولت وسله وال مخالفين مات کړي او نور له امنيتي ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان نه لري.
د کندوز امنيه قوماندان عبدالحميد حميدي وويل چې د وروستيو پوځي عملياتو په پايله کې طالبانو ماتې خوړلې او نور نو ملکي افرادو ته د زيان رسولو توان نه لري.
د کندوز ولاي اوسېدونکي له وسله والو مخالفينو غواړي چې له جګړې او تاوتريخوالي لاس واخلي، له سولې پروسې سره يو ځاى شي، څو امنيت تامين شي.
کندوز د هېواد له نا امنه ولايتونو څخه دى چې په وروستيو دوو کلونو کې دوه ځله د وسله والو طالبانو له لوري نيول شوى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن